د عارف وزیر وژنې پر ضد افغانستان کې احتجاجونه

- Author, یوسف ځدراڼ
- دنده, بي بي سي - کابل
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم د یوه مخکښ غړي عارف وزیر وژنه نن د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې په اعتراضیه غونډو کې وغندل شوه.
په کابل او خوست کې لسګونو مدني فعالانو او ولسي غړو د عارف وزیر وژنه د هغې لړۍ دوام بللی چې د تېرو څه باندې څلوېښتو کالونو راهیسې په افغانستان او سیمه کې روانه ده.
اعتراض کونکو د هغه پر مړینه پاکستان تورناوه او پر نړیواله ټولنه يي د بې پرو څیړنو غږ کړی دی.
له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت دا ډول قضاوتونه له وخته مخکې بللي او په دې اړه يي د څيړنو خبر ورکړی.
اعتراض کونکي له شعارونو سره د پي ټي اېم مشرانو او د وژل شوي عارف وزیر له انځورونو سره د پلازمینې کابل په حضوري چمن کې راغونډ شوي وو.
دوی د کورنا وېروس له ویرې د روغتیايي لارښونو او ټولنیز واټن مراعت سره د غونډې تابیا کړي وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم فعاله غړی او د دې غورځنګ د یوه مشر علي وزیر د تره زوی عارف وزیر روانه اونۍ د وزیرستان په واڼه سیمه کې خپل کور ته نږدې د وسله والو په ډزو ووژل شو.

د دې غورځنګ مشرانو د هغه مړینه د پاکستاني حکومت له ملاتړ څخه د برخمنو وسله والو کار بللی.
د کابل تر څنګ د افغانستان په سوېل ختیځ خوست په ګلان کمپ کې چېرې چې د کوزې پښتونخوا یو شمېر کډوال هم مېشت دي لسګونه کسان د عارف وزیر د وژنې پر اعتراض راوتلي وو.
د ولسي دې غونډو ور ها خوا د عارف وزیر پر وژنه د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح، د سیمه ییزو ارګانونو مشر متین بېک او ځينو نورو افغان چارواکو هم پر ټولنیزو رسنیو د ییغامونو په خپرولو غبرګون ښودلی او د سوله ییزو هڅو پر وړاندې د ګولی استعمال يي غندلی دی.








