افغانستان کې کورونا وېروس؛ ۳۲۲۴ کسان اخته او ۹۵ مړه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا وېروس تر ټولو لوړ شمېر ۳۳۰ پېښې ثبت شوي او په کابل کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو لپاره د قرنطین یو نوی مرکز پرانستل شو.
د عامې روغتیا د وزارت مرستیال وحید مجروح نن (سې شنبه مې ۵ / او د غويي ۱۶مه) خبرې غونډه کې وویل چې له پرون راهیسې پنځه تنه مړه شوي او په دې سره د مړو شمېر ۹۵ ته ورسېد.
د نوموړې په وینا، د ۳۳۰ نویو مثبتو پېښو په ثبتولو سره په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر درې زره او ۲۲۴ ته لوړ شو.
د هغه په وینا د رغېدلو کسان شمېر ۴۲۱ ته ورسېد.
ښاغلي مجروح وویل د نویو ثبت شوېو پېښو له ډلې ۵۹ یې په هرات، ۴۵ په کابل، ۴۱ په کندهار، ۳۸ په بلخ او ۲۶ په پکتیا کې ثبت شوي دي.
دغه راز په لغمان او تخار کې ۱۱،۱۱ په لوګر او سمنګان کې ۱۰،۱۰ کونړ او کندوز کې ۵،۵ او په ننګرهار، پنجشیر او پکتیکا کې په ترتیب سره ۱۳، ۱۲او ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د نویو شمېرو له مخې په فراه کې ۲، فاریاب کې ۶، زابل کې ۳ کاپیسا کې ۴، پروان کې ۷، وردګ کې ۴ او بدخشان کې ۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
ښاغلي مجروح له خلکو وغوښتل چې ټولنیز واټن په پام کې ونیسي او که داسې ونه شي نو د ده په وینا خپل نږدې عزیزان به له لاسه ور کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه چې اټکل دادی چې د راتلونکې جون په دوه وروستیو اونیو کې به افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغي اوج ته ورسیږي. خو هغه خبر داری ورکړ چې د روغتیا وزارات د ناورین د پراختیا اټکل کوي.
بل لور ته په کابل کې پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو لپاره د قرنطین یو نوی مرکز پرانستل شو. دا ۲۰۰ بستریز مرکز چې د کابل په لوېدیځ کې د خپل ډول څلورم مرکز دی په محمد علي جناح روغتون کې جوړ شوی.
دا هغه روغتون دی چې د جوړولو د لګشت ډېره برخه یې پاکستان پر غاړه درلوده او په دې وروستیو کې ګټې اخستنې ته سپارل شوی وو.
د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې، به په ۳۴ ولایتونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو د ساتنې سل زر بسترونه جوړېږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، که خلک کرنتین په بشپړه ډول مراعات کړي او روغتیايي لارښوونې جدي عملي کړي، کېدای شي د نورې نړۍ په شان په افغانستان کې هومره شمېر خلک په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته نه شي.










