د دوه متره ټولنیز واټن علمي اساس څه دی؟

د برتانیا وزیران اوس پر دې بحث کوي چې که امکان ولري چې په کارځایونو کې د دوو مترو ټولنیز واټن مراعاتولو قاعده کې بدلون راولي.
هغو کسانو ته به ښايي اسانه وي، چې خپلو کارونو ته بېرته ستنېږي، خو دا به ورته ګرانه وي چې تل له یو بل په واټن کې و اوسي.
خو اوس مهمه پوښتنه دا ده چې دا لیرې والی د دوی د سلامتیا لامل کېدای شي، حال دا چې موږ لا تر اوسه ډېر کم پوهېږو په څومره واټن کې وېروس خپرېدای شي.
په پام کې ده چې علمي سلاکاران وروسته حکومت ته یو چمتو کېدونکی رپوټ وسپاري.
علم د واټن مراعاتولو قاعدې په اړه څه وايي؟
په بېلابېلو هېوادونو کې مختلفې سپارښتنې شته، خو ساده قاعده وايي کله چې په وېروس اخته کس ته نژدې شې، ستا د اخته کېدو خطر هم ورسره زیاتېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، یو متر واټن خوندي چاره ده، خو نور بیا وايي ۱٫۵ متر او ۱٫۸ متره واټن ښه دي، خو برتانیا دوه متره واټن غوره کړی.
ویل کېږي په وېروس له اخته کس سره دې د نژدېوالي موده په وېروس اخته کولی شي.
د برتانیا حکومت وايي، که اړتیا وي چې له یوه چا سره مخامخ مرکه ولرئ، نو "باید تر ۱۵ دقیقې ډېره نه وي یا ترې لږ وي."
یو عالم وايي د وخت موده یو مهم او اغېزناک عامل دي:
"یو متر لیرې واټن کې دوه ثانیې تېرول خطرناکه چاره ده، چې د یوې دقیقې له دوو مترو واټن سره برابره ده."
د دوو مترو واټن قاعده له کومه راغلې؟
ښايي دا قاعده د تېرې پېړۍ د درېیمې لسیزې له یوې څېړنې سره تړاو ولري.
هغه مهال پوهانو دا وڅېړله چې د ټوخي او پرنجي پرمهال له خولې او پوزې راوتونکي کوچني څاڅکي په هوا کې ژر تیتېږي او د ځمکې د جاذبې له کبله پر ځمکه لوېږي.
پوهان پر دې اند وو چې زیاتره دغه څاڅکي تر یوه یا دوو مترو واټن پروې پر ځمکه لوېدای شي.
خو ایا دا قطعي خبره ده؟ ډېری علما د واټن نژدېوالي او د هغه څیز (سطحې) لمس کولو ته ګوري چې دا څاڅکي پرې لوېدلي وي او دا د سرایت یا لېږد اصلي لار بولي.
خو ځینې داسې څېړنې هم شته چې نورو مسلو ته اهمیت ورکوي، هغه دا چې کورونا وېروس یوازې په دغو کوچنیو څاڅکیو نه لېږدي.
دوی وېره لري چې ګنې د "ایروسولز" په نامه په کوچنیو بڅرکیو کې د هوا له لارې هم انتقالېږي.
که دا وضعیت وي، د یوه انسان د سا ایستلو څپې تر اوږد واټنه وېروس لېږدوي.
ددې کار لپاره د ماساچوټس د ټیکنالوجۍ انسټېټیوټ استادې لیدیا بورویبا د ټوخي پرمهال د دغو کوچنیو څاڅکیو د وتلو لپاره د ډېر لوړ کیفیت لرونکو کامرو په مټ انځورنه اخیستي، چې وايي ان تر شپږو مترو پورې رسېدای شي.
دا د سلامتیا پر اوسنیو قاعدو نیوکه کوي: "د یو یا دوو مترو واټن پر اساس د دغې جعلي مفکورې هېڅ علمي اساس او قیاس نه شته، یا دا چې د یوه چا له خولې راوتونکي کوچني څاڅکي به په دومره واټن پر ځمکه لګېږي."
یوه بله څېړنه چې د چین په روغتونونو کې ترسره شوې، وايي، د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره څلور متره واټن غوره واټن بلل شوی دی.
خو په امریکا کې د ناروغیو د مبارزې مرکز په دې اند دی چې د وېروس په خپرېدو کې د ایروسولز رول اوس کره نه دی.
ایا ودانیو کې پاتېدل تر بهر وتلو خوندي دي؟
پر یوه خوله ځواب یې دا دی چې بهر خوندي دی.
له دې کبله د عمومي ګرځبندیز او قرنطین له سپکېدو وروسته لومړی کارګرو او د ودانیزو چارو کارمنو ته د کار اجازه ورکړل شوه.
جاپاني څېړونکو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۱۱۰ داسې پېښې موندلې چې په بندو ودانیو کې د وېروس د لېږد فرصت له ودانیو بهر پرتله - په ازاده هوا کې- ۱۹ برابره ډېر دي.
دوی ویلي: "په عقل برابره ده چې سرپټي ځایونه د ناروغۍ او وېروس په لېږد کې ډېر رول او مرسته کوي."
ولې پرېکنده ځواب نشته؟
د کورونا وېروس له پیدا کېدا ایله څو میاشتې وتلې چې پوهانو په دې لنډ وخت کې ډېر زیات شیان زدکړل.
خو لاهم اوږده لار پاتې ده چې د خوندي واټن مراعاتولو ټاکل له هغو مسلو دي چې لا تر اوسه ورته قاطع ځواب نشته.
ایا مخماسکونه مرسته کوي؟
ډېری حکومتونو خپلو وګړو ته د ماسک اچولو سپارښتنې کړې. په اسپانیا کې هر تن باید په عامه ترانسپورت کې ماسک ولري، په جرمني کې هم دا کار کېږي.
خو منطق دا ایجابوي، کله چې یو څوک په واقعیت کې له بل کس څخه لرې واټن کې نه وي، نو ایا ماسکونه به یې خوندي کړای شي، خو ښايي د یوه اخته کس له خولې یا پوزې د وېروس د راوتلو مخه ونیولی شي.














