کورونا وېروس: امریکا د کوویډ - ۱۹ لپاره د ایبولا درمل تایید کړل

د عکس سرچینه، Reuters
په متحده ایالاتونو کې د خوراکي توکو اود درملو اړوند ادارې (ایف ډي اي) په بېړنيو حالاتو کې د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره د ایبولا ناروغۍ د درمل 'ریمدي سېور ' د کارولو اجازه ورکړې.
دغې ادارې ویلي، په اوس وخت کې به دغه درمل یوازې د کوویډ - ۱۹ هغو ناروغانو ته ورکول کېږی چې په روغتون کې بستري وي او وایي، وروستیو ازمایښتي پایلو یې هم نسبتاً ښه پایله لرلې ده.
بل پلو برتانیا کې لوی شمېر خلکو د پلازما له درملنې سره لیوالتیا ښوولې او له وړاندې د کورونا په وېروس اخته ۶۵۰۰ کسان په خپله خوښه چمتو شوي چې د وینې پلازما له لارې یې درملنه وشي.
کار پوهان خبرداري ورکوي چې د ایبولا درمل به د کوویډ - ۱۹ ناروغانو لپاره سل په سلو کې ټک او پتری نه وي. دوی وایي، دغه درمل د کورونا وېروس جینوم کې مداخله کوي او د تکثیر مخه یې نیسي.
اوس د ګیلایاد شرکت چې د ایبولا د درملنې لپاره یې دغه درمل تولید کړي، ژمنه کړې چې دوی به یو نیم میلیون کوچني بوتله درمل د امریکا حکومت ته په وړیا توګه ورکوي.
د ګیلایاد شرکت پر خپله انلاین پاڼه کښلي چې د ریمدي سېور درمل د ایبولا ناروغۍ درملنه کې پاتې راغلي دي.
وایي دغه درمل اوس په ازمایښتي توګه ناروغانو ته ورکول کېږی او زیاتوی د خوندیتوب او اغېزمنتیا په اړه یې څه نه شي ویلی.
همدا راز د ګیلایاد شرکت د دغو درملو د ممکنه جدي جانبي اغېزو په اړه هم خبر داری ورکړی، خو ولسمشر ټرمپ هغه ګټور ګڼي او د کورونا وېروس د درملنې لپاره یې اغېزمن درمل بولي.

د عکس سرچینه، Science Photo Library
دغه درمل په کورونا اخته یو شمېر کسانو ته ورکړل شوي خو لا یې پایله له نورو سره نه ده شریکه شوې.
خو په متحده ایالاتونو کې د الرژی یا حساسیت او د ساري ناروغیو مخنیوي څانګه وایي، د کورونا کومو ناروغانو ته چې دغه د ایبولا درمل ورکړل شوي د رغېدو موده یې له ۱۵ ورځو ۱۱ ته راښکته کړې.
دغه درمل د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په روغتونونو کې لکه د متحدو ایالاتو، بر تانیا، فرانسې، چین او په سویلي کوریا کې ټولټال ۱۰۶۳ کرونا نیولو ته ورکړل شوي، ځینو ته د ایبولا درمل ورکړل شوي او ځینو نورو ته بیا مسکن ته ورته درمل.
د امریکا د الرژۍ او ساري ناروغیو مخنیوي څانګې ډاکتر چې دغه بهیر څاري وایی، بې له شکه د ایبولا درملو د ناروغ د ناروغۍ مودې له لنډولو سره مرسته کړې.
دغه ډاکتر زیاتوي چې د دریمدی سېور درمل ښایي د ناروغې موده رالنډه کړي او هم ښایي د جدي پاملرونو څانګو ته د ناروغانو د ورتلو مخه ونیسي، خو دغې تجربې په څرګنده نه ده ښوولې چې د مړینې مخه به هم ونیول شي که نه.
بل لور ته په برتانیا کې د وینې د پلازما له لارې درملنې لپاره په زرګونو کورونا نیولو چمتوالی ښولی چې د هغو پلازما ورپیچکاري شي چې هغوي د کورونا له ناروغۍ جوړ شوي دي.

د عکس سرچینه، SEAN ELIAS
دوی تمه کوي چې له کورونا د رغېدلیو کسانو پلازما به د هغو له معافیت سیستم سره مرسته وکړي. پلازما د وینې هغه مایع برخه ده چې د کورونا وېروس انټي باډيز لري دغه انټي باډيز هغه پروټینونه دي چې د وجود د معافیت سیستم یې تولیدوي.
هغه پر وېروس برید کوي او له فعالیت نه یې غورځوي.
تېره اونې د برتانیا د روغتیا ملې ادارې (این ایچ ایس) له ۱۶۸ تنو چې کوویډ - ۱۹ ناروغي یې تېره کړې وینه راټوله کړې، چې د وینې د اخیستو بهیر یې ۴۵ دقیقې وخت اخلي.
د روغتیا ملي اداره په نظر کې لري چې د وینو راټولولو دغه روان بهیر ته دوام ورکړي.
د برتانیا د روغتیا ملي اداره په پام کې لري چې د مې میاشت تر پایه پوري لس زره یونټه وینه چې نژدې ۵۰۰۰ زره لیټره کېږی ټوله کړي.








