د کورونا ويروس په اړه د معلوماتو لړۍ
داسې حال کې چې د کورونا ويروس وبا لا په پراخېدو او خپرېدو ده، ډېر ناسم معلومات هم خپرېږي. له ناسمو طبي سپارښتنو نيولې، د حکومتونو د فعاليتونو په اړه تر ګونګوسيو پورې بېلابېلې خبرې ګورو او او اورو. دلته شکېبا حبيب داسې لارښوونې راغونډې کړې چې ښيې، د پاکوالي په اړه معلومات او دا چې څنګه ځان ډاډمنولی شو هغه خبرونه چې ګورو يې د باور وړ دي.