هېلري کلېنټن: افغان مېرمنې باید د سولې خبرو کې برخه ولري

هېلري کلېنټن د ملګرو ملتونو مرکز کې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هېلري کلېنټن د ملګرو ملتونو مرکز کې

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلېنټن د ملګرو ملتونو مرکز کې یوې ناستې ته په وینا کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، افغان مېرمنې باید خبرو کې برخه ولري او حقونه یې له پامه ونه غورځول شي.

مېرمن کلېنټن چې د نیویارک "د بین الافغاني سولې پروسه: افغان مېرمنو لپاره مهم وخت" په غونډه کې خبرې کولې وویل، افغان مېرمنې وېره لري چې طالبانو سره د سولې په برخه کې یې حقونه تر پښو لاندې نه شي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې "هغه سوله چې غځېدلې به نه وي" له منځه لاړې شي.

غونډه

د عکس سرچینه، EUATUN/Twitter

د عکس تشریح، په دې غونډه کې د افغانستان د ښځینه فعالانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون درلود.

دا غونډه پرون د چارشنبې"د کب ۲۰" په ورځ په ملګرو ملتونو کې د برتانیا او افغانستان د استازولیو له لوري جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د افغانستان د ښځینه فعالانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون درلود.

مېرمن کلېنټن وویل، د سولې په بهیر کې د ښځو نه ګډون "نه یوازې له اخلاقي پلوه سم نه دی، بلکې خطرناک هم دی. د ټولو هېوادونو لپاره چې استازي یې دلته راغلي خطرناک دی. دا اجازه باید ورنه کړو چې له مېرمنو سره امرانه چلن وکړي، افغان مېرمنو اوس دومره پرمختګ کړی، د خبرو پرهغه مېز چې د دوی د حقونو په اړه پکې پرېکړه کېږي ونه ایستل شي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیرې عادله راز هم دې ناسته کې ګډون درلود او ویل یې په ټولنه کې د افغان مېرمنو حقونه او د دوی دریځ د سیاسي کړکېچ قرباني شوی.

مېرمن راز زیاته کړه: "افغان مېرمنې تېر ته په کتو پوه دي او نه غواړي خپل راتلونکی په خطر کې واچوي. په دې حساس پړاو کې زه د خپل هېواد او افغان مېرمنو په اړه د نړيوالو ملاتړو همکارۍ ته اړتیا لرم."

په ورته وخت کې، مېرمن کلېنټن هم وویل، که افغان مېرمنې څنډې ته شي، د سولې تل پاتې بهیر به روښانه نه وي. د ښځو له ګډون پرته هېڅ یوه سوله به تلپاتې نه وي.

همدارنګه هغې یادونه وکړه چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نه یوازې افغان ښځې له ښوونځیو محرومې وې، بلکې له کوره بهر دندو ته هم نه پرېښودل کېدې، خو اوس" له درې نیم میلیون څخه زیاتې نجونې په زدکړو بوختې دي او سل زره د افغانستان په پوهنتونو کې په تحصیل لګیا دي. افغان مېرمنې په دولت کې په مهمو پوسټونو کار کوي، دوی د پارلمان غړې دي، وزیره او قاضۍ هم دوی کې شته."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د امریکا د بهرنو چارو پخوانۍ وزیرې همدارنګه وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل باید مشروط ځکه وي چې طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او دوی باید هغه پام وړ بدلونونه چې اوس په افغانستان کې ترسترګو کېږي په رسمیت وپېژني، د افغانستان اساسي قانون منلو ته دې چمتو اوسي او له تاوتریخوالي دې لاس واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیا سفیر کارن پیرس هم په دې غونډه کې وویل، د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه د افغانستان امنیت او ثبات لپاره مهمه ده.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولاغني هم له کابله د یوه ویډیوي پیغام له لارې په دې ناسته کې ګډون درلود وویل، افغانستان یوه ازاده ټولنه ده چېرې چې خلک خپل بشپړ حقونه لري او خپل مسوولیتونه پېژني.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

هغې زیاته کړه، د سولې په بهیر کې به داسې پرېکړه نه کېږي چې د افغان مېرمنو او افغانانو له بپړ ملاتړه به بې برخې وي.

هیلري کلېنټن د ملګرو ملتونو د سازمان په غونډه کې ټینګار وکړ: ''هره پېښه چې کېږي، پوهېږئ تاسو په ټوله نړۍ کې ملګري او ملاتړي لرئ، تاسو سره به خبرې وکړو او په ستونزمن حالت کې له تاسو سره یو. موږ به ستاسو قربانۍ هېرې نه کړو، چوپ به پاتې نه شو او دا لاره به په ګډه ووهو."

دا چې د سولې په لړ کې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه ډېری فعالانو د طالبانو د بېرته ستنېدو او د ښځو د حقونو محدودېدو ته اندېښمن دي؛ ځکه طالبان د خپلې واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې سخت قوانین درلودل او ددې له لوري د ښځو د حقونو سرغړونې په تړاو ډېری راپورونه خپاره شوي دي.