لومړۍ مېرمن: د سولې په تړون کې د ښځو ونډه خوندي ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لومړۍ مېرمنې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت په یوه وېډيويي پېغام کې افغان ښځو ته ډاډ ورکړی چې د دوی له مشورو پرته به د سولې هېڅ پرېکړه نه کېږي.
رولا غني ویلي، افغان ښځو له لوړو ژورو ډکه لار وهلې او اوس افغانان د تاريخ په یوه مهم پړاو کې دي چې د ښځو ونډه پکې له پامه نشي غورځول کېدای:
''سوله د ټولو افغانانو لپاره یوه حیاتي موضوع ده. افغان ښځو ته ډاډ ورکول کېږي چې د دوی له ګډون پرته او یا تر پردې شا ته به د سولې په اړه هيڅ ډول پرېکړه ونشي.''
په افغانستان کې سږ کال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شوی او ټاکل شوې دوه ورځې وروسته د افغانانو تر منځ خپل منځي خبرې هم پیل شي.
که څه هم ځينې افغان مېرمنې د سولې په برخه کې وروستيو پرمختګونو هیله منې کړې دي خو نورې بیا اندېښمنې دي.
دوی وايي، نه د امریکا او طالبانو تر منځ په هوکړه کې د دوی د لاسته راوړنو څه یادونه شوې او نه هم په بین الافغاني خبرو کې د کلک ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو هم د سولې په خبرو کې د افغان ښځو پر ونډې ټينګار کړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په دغه هېواد کې د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو ویلي، افغانستان د دې فرصت لري چې په سیاسي پرېکړو کې د ښځو د بشپړ استازیتوب د کموالي مسله حل کړي:
''افغان ښځو د نارينه و پرتله د جګړې متفاوتې اغېزې تجربه کړې دي، د سولې پر مېز د دوی غږ مهم دی.''

ښاغلي ياماموتو همدا راز د افغان ښځو په اوسني وضعیت کې د بدلون خبره کړې او ویلي يې دي چې که څه هم د ښځو د حقونو په برخه کې مهم پرمختګ شوی خو د دوی د وضعیت د لا ښه کېدا او پرمختګ لپاره ټولنیز او سیاسي فشار ته اړتیا ده.
یوناما بنسټ همدا راز افغان ښځې او د دوی د حقونو فعالانې هڅولې دي چې د سولې په خبرو کې دې د خپلې ونډې د ډېرېدا لپاره کار وکړي.
نن (یکشنبې ۱۸ کب/ مارچ ۸) د کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ښځو نړيواله ورځ د غونډو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په کابل کې په دې مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې ځينو ښځو د سولې په تودو شویو خبرو کې د خپل ګډون او راتلوونکي په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
دوی وايي، چې یوازې یو ګل او ډالۍ د افغان ښځو ستونزې نشي حلولی نو ځکه يې په خبره، بنسټيز حل ته اړتیا ده او د دوی لاس ته راوړنې باید خوندي وساتل شي.

د عکس سرچینه، Khalilzad Twitter
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغان ښځې له ګڼو حقونو بې برخې ساتل شوې وې، خو په تېرو دوو لسیزو کې میلیونونه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغې شوې او همدا راز د سوداګرۍ، سپورټ، سیاست او حکومت په برخه کې پر مهمو دندو وګمارل شوې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم پرخپله ټوېټر پاڼه ښځو ته ډاډ ورکړی چې امریکا د سولې په بین الافغاني خبرو کې د افغان مېرمنو پياوړي ګډون ته ژمنه ده.
طالبانو تر اوسه د ښځو د ازادیو او د هغوی د حقونو او پرمختګونو په اړه ډېر واضح او روښانه دریځ ندی بیان کړی، خو ویلي يي دي چې د اسلام اصولو او د افغانستان دودونو ته په کتو به افغان مېرمنو ته خپل حق ورکوي.









