خواله رسنیو کې افغان مېرمنې؛ د کورنۍ له ړنګېدو تر ځانوژنې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, زحل احد
- دنده, بي بي سي- کابل
په مجازي نړۍ (خواله رسنیو) کې د افغانستان د ښځو د ځورونې او ګواښلو "ډېرېدو" په خواله رسنیو کې د ښځینه کاروونکو اندېښنې ډېرې کړې دي. د افغانتسان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت هم په دې اړه وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۳۵۰ سایبري شکایتونه ثبت کړي دي.
د کابل ښار یوې کافې ته د یوې ښځې د لیدو لپاره ولاړم چې خواله رسنۍ "تر ټولو خپل غوره ملګری او تر ټولو بد دښمن" ګڼي.
۲۵ کلنه روشن غزنوي نژدې پنځه کاله مخکې خواله رسنیو کې فعاله شوې ده. هغې غوښتل له دې لارې د هغو ښځو لپاره د عدالت غږ پورته کړي، چې حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي.
اغلې غزنوي پر خپله فېسبوکپاڼه یوه مشهوره څېره ده چې تر ۱۷ زرو ډېر فالوورز لري، خو دغه شهرت یې د خطر کچه لوړه کړې ده.
هغې ته یو کال مخکې یو پیغام ورغی چې له خپل مخکېني کوزدن ته د هغې له خوا استول شوي ډېر شخصي انځورونه پکې وو. دا وايي، کله مې چې عکسونه ولیدل، ټکان مې وخوړ.
استوونکي پیسې غوښتې. ګواښ یې کړی و که پیسې ور نه کړي، نو عکسونه به یې پر خواله رسنیو خپاره کړي او ټول خلک به یې وویني.
عکسونه د دغې جوړې د کوزدې د مراسمو وو چې نوموړې د نورو ښځو منځ کې سینګار شوې ښکاري او حجاب نه لري.
په افغانستان کې د نجونو او ښځو بې حجابه او د محفلونو (مېلمستیاوو) په جامو کې د ښځو د انځورونو خپرېدل یوه حساسیت پاروونکې مسله ده. ځینې کورنۍ دا مسله نه شي زغملی او د پت په سترګه ورته ګوري، خو د اغلې غزنوي کورنۍ د هغې ملا وتړله.
که څه هم د اغلې روشن مېړه هغې ته ډاډ ورکړی پر خواله رسنیو ددغو انځورونو خپرېدل کومه خبره نه ده، خو هغه خپله اندېښمنه ده: "کله مې چې ولیدل دغه کس زما ټینګار ته پام نه کوي، هغه ته مې وویل پیسې نه لرم، چې در یې کړم، هرڅه چې کوې و یې کړه."
خو ګواښونکي کس دا ځل له هغې جنسي غوښتنه هم وکړه.
روشن وايي، ددغو فشارونو له کبله یې یې ډېر رواني فشار زغملی. څو اونۍ تېرې شوې چې لږ ښه شي.
روشن وايي، یوه میاشت تېره شوه چې هرڅه یې زغمل او د داسې لارې په لټه کې وه چې له دې لانجې ځان پرې وباسي. د هغه کس د ټیلیفون شمېره یې په خپل موبایل کې ثبت کړه. "وایبر ته یې ولاړم ومې لیدل چې پر پروفایل یې زما د یوه همکار عکس لګولی و."

"په بله ورځ مې له خپل همکار سره خبرې وکړې، ګواښ مې ورته وکړ چې یا عکسونه پاک کړه او یا خپل مشر ته شکایت کوم، هغه مجبور شو چې پاک یې کړي".
په پای کې روشن پوه شوه چې یوه همکار یې د فېسبوک پاسورډ پیدا کړی او اړیکو او عکسونو ته یې لاسرسی موندلی دی.
د پوهنتون استاد او د سایبري جرمونو ضد فعال فرید احمدي وايي، هره ورځ په افغانستان کې انټرنېټي ځورونې لا پسې ډېرېږي.
دی وايي، ښځې تر ډېره د سایبري ځورونې او جرمونو قرباني دي. ځینې وخت ان ګډ ژوند هم ګډوډوي، چې د ناسم ګومان او ان د ښځې په وژل کېدو تمامېږي.
ښاغلی احمدي د یوې نوې کوزده شوې نجلۍ د قضیې کیسه کوي. هغه نجلۍ د یوې ډېرې دودیزې کورنۍ لور ده. خپل موبایل یې ورک کړی. موندونکي یې عکسونه پر خواله رسنیو خپاره کړي، چې له کبله یې نجلۍ خپل ځان وژلی دی.
۲۸ میلیون موبایلونه
په افغانستان کې د سایبري ګواښونو او ځورونو قربانیان لاهم نه پوهېږي د خپل شکایت ثبتولو لپاره کوم ځای ته مراجعه وکړي. همدا ده چې ډېری یې د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ته ورځي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دې هېواد کې ۲۸ میلیون وګړي موبایلونه لري. ۱۰ میلیون وګړي انټرنېټ ته لاسرسی لري. له دې څخه ۳ میلیون او دوه سوه زره کسان پر خواله رسنیو ګڼونونه (اکونټونه) لري، خو له دې کبله چې ځینو افغان ځوانانو د نجونو په نومونو مستعار اکونټونه جوړ کړي، پر خواله رسنیو د ښځینه اکونټونو اصلي شمېر نه شته.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ویاند شیر شاه نوابي وايي، په دې وزارت کې ډېری پېښې ښځو ثبت کړې دي. په دې قضیو کې د ابرو تویول او پت مسایل، سپکاوی او د هغوی په نومونو د جعلي اکونټونو پرانیستل شامل دي.
۲۹ کلنه شهبا شاهرخي وايي، لس کاله کېږي چې پر فېسبوک فعاله ده او تر ۵۰ زرو ډېر مینه وال لري او د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره فعالیت کوي. اغلې شاهرخي ادعا کوي چې ددې په نوم تر ۲۰ ډېرې جعلي پاڼې جوړې شوې دي.
شهبا وايي: "هغه کسان چې دغه جعلي اکونټونه جوړوي، د دې ملګرو ته نا مناسبت پیغامونه استوي او ځینې وخت بې معنا تبصرې خپروي."
دا وايي، ډېر ځله یې دا مسله له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی.








