یمن کې د القاعده مشر د امریکا برید کې ووژل شو

القاعده

د عکس سرچینه، AFP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امريکايي ځواکونو له خوا عرب ټاپووزمه کې د القاعده د مشر د وژل کېدو پخلى کړى دى.

په يوه ليکلي پيغام کې ښاغلي ټرمپ ويلي قاسم الريمي يمن کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى.

الريمي له ٢٠١٥ کال راهيسې عرب ټاپووزمه کې د القاعده مشري کوله.

نوموړی له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ پر امریکايي ګټو د ځینو بریدونو عامل بلل کېده.

امریکايي چارواکو د تېرې جنورۍ په پای کې وویل چې ډاډه دي عرب ټاپووزمه کې یې د القاعده شبکې مشر قاسم الریمي د یمن البیضا سیمه کې وژلی دی.

د وژنې رپوټ یې څو ځلې ور کړل شو خو وروسته خبره غلې شوه.

د پنځو کلونو په اوږدو کې د امریکا پر ځانګړو هڅو سربېره الریمي بیا هم بچ شو.

اوس د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې ظاهراً د هغه وژنه تایید کړې ده.

ښاغلی ټرمپ وایي د الریمي وژل کېدل امریکا د القاعده او نورو ډلو له خوا د دغه هېواد ملي امنیت ته د ګواښونو له منځه وړلو موخې ته لا نور هم نژدې کوي.

عرب ټاپووزمه کې القاعده

الریمي د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د عرب ټاپووزمې لپاره د القاعده د پخواني مشر وژل کېدو پسې مشر شو.

عرب ټاپووزمه کې القاعده پر ۲۰۰۹ کال د یمن او سعودي د القاعده له دوو څانګو جوړه شو.

دا ډله وايي، موخه یې سیمه کې د امریکا ملاتړو حکومتو پرځول او د لوېدیځ د نفوذ بشپړ له منځه وړل دي.

قاسم محمد مهدي الریمي له ۲۰۰۹ کال راهیسې د سعودي عربستان او امریکا له خوا د تر تعقیب لاندې کسانو په لست کې و.

دی په ۱۹۹۰ لسیزه کې په افغانستان کې د القاعده په کمپ کې ښوونکی و او پر کال ۲۰۰۴ بېرته یمن ته ستون شو.