طالب سرچینه: انس حقاني او دوه نور طالبان قطر ته رسېدلي

دې طالب بندیانو کې انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید شامل دي

د عکس سرچینه، TALIBAN SOURCES

د عکس تشریح، دې طالب بندیانو کې انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید شامل دي

قطر کې یوې طالب سرچینې د سې شنبې په ورځ( د نومبر ۱۹) بي بي سي ته وویل، د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې بندیان قطر ته رسېدلي دي. بله خوا طالبانو منلې ده چې د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان او لس تنه افغان پوځیان هم د طالبان له بنده خوشي شوي.

دې سرچینې د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته ویلي، د انس حقاني په ګډون هغه درې طالب بندیان، چې له څو ورځو راهیسې یې له بګرام زندان د خوشي کېدو خبرونه لاس په لاس شوي، پرون (دوشنبه، نومبر ۱۸مه) قطر ته رسېدلي.

خو دغې سرچینې دا ونه ویل، چې دغه درې طالب بندیان دوی ته سپارل شوي او که نه .

دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په دې اړه نور جزییات نه شي ورکولی او دا یې هم ونه ویل چې دغه خوشي شوي کسان د قطر کوم ځای ته وړل شوي دي.

دغه کسان د طالبانو په بند کې د امریکایي پوهنتون د دوو برمته شويو استادانو د خوشي کېدو په بدل کې خوشي کېږي. طالبانو اوس منلې ده چې دا دوه استادان او لس تنه افغان پوځیان یې خوشي کړي دي.

دغه دوه استادان څو کاله مخکې د کابل ښار لوېدیځ کې د پوهنتون سره نږدې له خپل کارځي وسلوالو- چې وروسته مالوم شول طالبان ووـ وتښتول.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

په ورته مهال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند ویلي، ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د درېیو طالب بندیانو د خوشي کېدو پرسر غږېدلی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې ویلي: "د نومبر پر ۱۸مه په دوو جلا ټیلېفوني خبرو کې، ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو او د ملي امنیت له سلاکار رابرټ اوبرېن سره د درېیو جګپوړو طالب بندیانو/د حقاني شبکې د بندیانو خوشي کولو د وروستۍ پرېکړې د عملي کولو په تړاو د اړینو ګامونو اخیستو په اړه غږېدلی دی."

هغه خپل ټوېټ کې زیاتوي:

"د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، تېره شپه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر او ددغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار باربرټ اوبراین سره دوه جلا ټیلېفوني خبرې کړې دي. په دې خبرو کې دواړو غاړو د افغان حکومت د هغې وروستۍ پرېکړې د تطبیق په تړاو د راتلونکو لازمو ګامونو په اړه خبرې کړې، چې له مخې به یې د طالبانو/حقاني شبکې بندیانو خوشي کېدو په اړه له سره غور کېږي او هر اړخیزه ارزونه به یې کېږي."

ښاغلي صدیقي دا هم لیکلي چې:

"امریکايي چارواکو د ولسمشر د پرېکړې پر ملاتړ سربېره، ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره به یوځای او له نژدې کار کوي چې له ژمنو د طالبانو په شا کېدو په صورت کې د دغې ډلې له خوا د هر ډول احتمالي تاوریخوالي پر وړاندې ځواب وویل شي. دواړو غاړو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پر اوربند او د تاوتریخوالي کمول لازم مخ شرطونه وبلل او دا یې له طالبانو سره سیاسي هوکړې ته په رسېدو کې مهم وګڼل."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

له بلې خوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېک کې د ښاغلي صدیقي د ټوېټ په خپرولو سره لیکلي: "د دغو درېیو بندیانو په مشروطه توګه خوشي کولو پرېکړه د سولې لار کې د باور جوړونې برخه کې پاموړ ګام دی. طالبان باید مسؤل وي او تاوتریخوالی هم کم کړي. دوی به نن بیا بریالي نه شي."

وړاندې هم د انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان د خوشي کېدو خبرونه خپاره شوي وو، چې وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، د طالبانو د حقاني شبکې درې غړي لا هم د افغانستان په بند کې دي.