'د ټاکنیزشکایتونو د څېړنې بهیر ۵۰ سلنه مخته تللی'

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې په ۸ ورځو کې به د ټاکنو د ورځې په اړه ټول شکایتونه وڅېړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې په ۸ ورځو کې به د ټاکنو د ورځې په اړه ټول شکایتونه وڅېړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې په ۸ ورځو کې به د ټاکنو د ورځې په اړه ټول شکایتونه وڅېړي. د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې یو شمېر شکایتونه د ټاکنیزو جرمونو په تړاو دي چې ممکن د یو شمېر رایو پر باطلېدو او د ټاکنو پر پایله اغېز ولري.

د شکایتونو څېړونکی دا بنسټ وايي چې د شکایت څېړنې بهیر ۵۰ سلنه مخکې تللی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار بي بي سي ته وویل، د ټاکنو په اړه شکایتونه په ۳۲ مواردو کې و چې ۵۴۱۲ را رسېدلي او د تصمیم بندۍ مراحل یې هم ترسره شوي دي.

دی وايي په ځینو ولایتونو کې د څېړنې په حال کې دي او په ځینو کې یې په اړه پرېکړې هم شوې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي که د ټاکنیزو جرمونو په اړه اسناد وي نو دا د ټاکنو پر پایلو هم اغیز کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي که د ټاکنیزو جرمونو په اړه اسناد وي نو دا د ټاکنو پر پایلو هم اغیز کوي.

رویدارهمدارنګه زیاته کړه چې په ځینو مرکزونو کې د ټوپک په زور جرمونه هم شوي او خلک اړ شوي دي چې چاته رایه ورکړي خو هیله یې وښوده چې ډېر ژر به دا شکایتونه وڅېړل شي او پایلې به یې رسنیو سره شرېکې شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي که د ټاکنیزو جرمونو په اړه اسناد وي نو دا د ټاکنو پر پایلو هم اغیز کوي.

قطب الدین رویدار زیاتوي:''په ټول افغانستان کې ټاکنیز جرمونه ۴۷ موارد دي او همدارنګه ۸۲ داسې موارد دي چې په هغه کې د دولتي چارواکو مداخله وه او ۶۳ یا ۶۴ داسې موارد و چې په هغه کې د ټاکنود کمېسیون د کارکوونکو مداخله ګڼل شوې چې غوښتل یې د مشخص کاندید لپاره کار وکړي.''

ښاغلی رویدار هیله ښیې چې په راتلونکو اتو ورځو کې د دې کمېسیون پاتې کارونه هم پای ته رسیږي.