د افغانستان ټاکنې: کارموندنې ته د کار ژمنې او ریښتینی وضعیت

غني او عبدالله
د عکس تشریح، افغانستان یو ځل بیا د ټاکنو په درشل کې دی او د نورو کاندیدانو تر څنګ ولسمشر غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا د خلکو د خپلولو په لټه کې دي.

په افغانستان کې د ټاکنو له نژدې کېدو سره د ولسمشرۍ کاندیدانو د ښې حکومتولۍ، اصلاحاتو او د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره په رنګارنګ شعارونو ټاکنیزې منډې ترړې ګرمې کړي دي. ۵ کاله وړاندې هم د ټاکنیزو کمپاینونو د سر ژمنې همدا وې.

د ۵ کالو پخوانیو او اوسنیو کمپایني منډو ترړو شعارونو ته په کتو د بي بي سي خبریال یوسف خان ځدراڼ په خپل راپور کې د کاري بوختیاوو او کار پیدا کولو په اړه د حکومت د مشرانو ژمنو او عمل ته کتنه کړې ده.

افغانستان یو ځل بیا د ټاکنو په درشل کې دی او د نورو کاندیدانو تر څنګ ولسمشر غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا د خلکو د خپلولو په لټه کې دي.

دوی تېر ځل مسؤولیت داسې مهال واخیست چې له افغانستانه د لسګونو زرو بهرنیو ځواکونو له وتو سره پیسې کمې او سلګونو مرستندویه بنسټونو هم د مرستو ور وتاړه.

هغه مهال د بې روزګارۍ اندېښنې له هره وخت زیاتې شوې. آن تر دې چې خلکو به له ۲۰۱۴ کال څخه د وروسته وضعیت په اړه پوښتنې او اندېښنې کولې.

په همدې وضعیت کې د ملي وحدت حکومت د هغو مشرانو ترمنځ رامنځته شو چې مشرانو يي د کمپاین پر مهال خلکو ته د هر څه د سمېدو ډاډ درلود او ویل يي دوی د بېکارۍ مخه نیسي.

ولسمشر غني چې تل په اقتصادي پرمختګ ټینګار کوي، ویل يې که واک ته ورسېږي یو میلیون دندې به رامنځ ته کړي.

په افغانستان کې د وزګارتیا کچې مالومولو لپاره کومه ځانګړې ملي اداره نشته خو د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د بی کاري د کچې زیاتېدا له ورایه ښکاري.

د اسیا فاونډېشن تېرو کالو موندنې ښيي چې افغانان پخپلو سیمو کې تر ټولو ډېر له بې کارۍ سر ټکوي.

د یاد بنسټ د ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کالونو په څېړنو کې ۷۲ سلنه ځوانانو بې کاري د دوی پر وړاندې ستره ننګونه بللي خو ښيي چې تېر کال دا شمېرې لا لوړې شوې او ۷۵ سلنه وګړو ویلي له بې کارۍ ځورېږي.

ښځې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ګازو او برېښنا پروژې، کانونه، مخابراتي شبکې، رسنۍ، د غالیو اوبدلو شرکتونه او کرنه دا وخت په افغانستان کې د کاري بوختیاوو نامي ځایونه دي.

خو پوښتنه دا ده چې د ملي وحدت حکومت په تېره دوره کې د بې کارۍ او بې وزلۍ کچې د راټیټولو لپاره کومې تخنیکي هڅې شوي؟

داسې پوښتنه چې واضح ځواب مو يې نه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې او نه هم د اجراییه رییس په سپېدار ماڼۍ کې وموند. هر چا سره مو چې اړیکه ونیوله ویل یې د کار اړوند چارې د اقتصاد او ټولنیزو چارو وزارتونه مخته وړي.

خو موږ په دې وزارتونو کې هم په تېرو ۵ کلونو کې د کار رامنځته کېدو په اړه د کوم ځانګری لوی پلان ونه موند.

د اقتصاد وزارت چې د اقتصادي پالیسیو د جوړولو مسؤولیت لري، په خبرو کې راته ومنله چې په تېرو ۵ کلونوکې د بې کارۍ کچه له ۱۴ سلنې څخه ۲۴ سلنې ته لوړه شوې.

خو اوس چې د ملي یووالي حکومت وخت مخ په ختمېدو دی د اقتصاد وزارت ویاند یونس سالک د بوختیاوو د رامنځ ته کېدو د نوي پلان د عملي کېدو خبره کوي.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې دلته د کار په شرایطو برابر دوه میلیونه وګړي وزګار دي او هر کال په دې شمېرو ۴ لکه نور ور اضافه کېږي.

کابل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اسیا فاونډېشن تېرو کالو موندنې ښيي چې افغانان پخپلو سیمو کې تر ټولو ډېر له بې کارۍ سر ټکوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال سید کریم هاشمي ادعا کوي چې د ولسمشر غني د ژمنه شویو یو میلیون دندو څخه شاوخوا ۵ لکه کسانو ته کار موندل شوی خو داسې سند يې را ونه شو ښودلی چې دا خبره ثابته کړي.

په کور د ننه له کار موندنې ور هاخوا د ملي وحدت حکومت، متحده عربي اماراتو ته هم د سلګونو کاریګرو د لېږد خبره کوله خو تر اوسه هېڅ افغان له دې پروګرام څخه نه دی برخمن شوی.

هغه څه چې په کور د ننه جوت دي د پلازمېنې کابل او نورو ښارونو په چوکونو کې کار ته د ولاړو خلکو ګڼه ګونه ده. د دوی په منځ کې ان با لوستي او د لوړو زدکړو څخه برخمن خلک هم اوس د درنو کارونو مزدورۍ ته سترګې په لار دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې د تعییناتو د برخې مشر بریالي هلمند وايي خلک د بستونو اعلان ته په تمه وي خو وايي د کوټلو ګامونو له لارې دا انتظار کمېدای شوای.

خو دی له څو کلونو خالي ۵۰ زره بستونو ډکول یوه لاسته راوړنه بولي.

افغان ځوانان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سږ کال ګڼ افغان ځوانان، چې ایران ته د کار لپاره تللي وو، په دې هېواد کې د اقتصادي وضعیت له ترینګلي کېدو وروسته ایران بېرته افغانستان ته وشړل

د افغانستان په ۵۶ دولتي ادارو کې شاوخوا څلور لکه وګړي په ملکي چارو بوخت دي او یوه زیاته اندازه بوج خصوصي سکتور اخیستی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل د کاري بوختیاوو د پیدا کولو لپاره د ملي وحدت حکومت هڅې کړې، خو د ده په وینا پر وړاندې يي ستونزې ډېرې وې.

د ګازو او برېښنا پروژې، کانونه، مخابراتي شبکې، رسنۍ، د غالیو اوبدلو شرکتونه او کرنه دا وخت په افغانستان کې د کاري بوختیاوو نامي ځایونه دي.

خو له ټولو ژمنو سره سره پیکه کار او وزګارتیا اوس نه یوازې دا چې له نیمايي ډېر نفوس بې وزله کړی بلکې په دې هېواد کې يې د ناامنۍ او مخدره توکو په ډېرېدو هم اغېز کړی.

په هېواد په کلیوالو سیمو کې د ناامنیو په ډېرېدو خلکو ښار ته مخه کړې ده، خو په ښارونو کې هم کاروبار په کمېدو دی

د عکس سرچینه، BBCPERSIAN.COM

د عکس تشریح، په هېواد په کلیوالو سیمو کې د ناامنیو په ډېرېدو خلکو ښار ته مخه کړې ده، خو په ښارونو کې هم کاروبار په کمېدو دی