بې کاري ځوانان جګړې ته اړباسي

د عکس سرچینه، .
هلمندي چارواکي په دغه ولایت کې د جګړې اصلي لامل د ځوانانو وزګارتیا او له زده کړو د هغوی لیرې والی وښود.
دا څرګندونې ددغه ولایت د ملي امنیت رییس جنرال نظرعلي واحدي په یوې خبرې ناسته کې وکړې.
هغه وویل چې وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د بېلابېلو لاملونو له کبله پر پنځو برخو وېشل شوې چې نوموړي یوازې ددرو هغه لاملونه په دغه خبري ناسته کې په ګوته کړل.
ښاغلي واحدي وویل چې ځینې طالبان د ګاوڼډیو هیوادونو د استخباراتي کړیو له خوا لمسول کېږې، خو ځینې نورو بیا د وزګارتیا له کبله د وسله والو طالبانو لیکو ته مخه کړې چې د جګړې اصلي موخه یې هم معلومه نه ده:
''د ځوانانو لپاره د پوهنې او روزنې په برخه کې لږ امکانات او د هغه نالوستي توب بل هغه لامل دی چې هغوی د ورانکارو فعالیتونو پر لور بیایي.''
د هلمند د ملي امنیت د اداري مشر همداراز وویل چې له پولې هاخوا پر وسله والو طالبانو فشارونه زښته ډېر شوي او هغوی په زور د جګړې لیکو ته راستول کېږي.
چارواکي وایي چې ځینې طالبان له دې کبله چې کورنۍ یې په ګاوڼډیو هېوادونوکې دي اړوځي چې د وسله والو په لیکو کې وجنګېږي.
دغه چارواکی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نژدې راتلونکې کې به ددغه ولایت د ځینو نور برخو د امنیت چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.








