آیسا: سږ کال ۳۰٪ پانګونه ټیټه شوې، خو بې کاري ۴۰٪ لوړه شوې

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ (آیسا) ادارې مشر وایي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو ۳۰ سلنه پانګونه ټیټه شوې او د بې روزګارۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

محمد قربان حقجو د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت اندېښمنونکی یادوي او وایي چې په کور دننه تولیداتو کچه کمه شوې او یوشمېر تولیدي کارخونې د تړلو په حال کې دي.

محمد قربان حقجو شاوخوا څوارلس ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا له پانګوالو د ملاتړ ادارې مشر وټاکل شو.

نوموړي نن له پانګوالو او صنعت کارانو سره په لومړۍ ناسته کې د حکومت په مشرانو نیوکه وکړه چې اقتصادي وضعیت ته پاملرنه نه کوي. ښاغلی حقجو وایي په افغانستان کې ۳۰ سلنه پانګونه راټیټه شوې ده.

قربان حقجو له صنعتکارانو ملاتړ او د پانګونې جلبول خپل کاري لومړیتوبونه ښيي او وایي د صنعت کارانو او پانګوالو ستونزو لپاره به یوه ملي ستراتیژي جوړه کړي.

د کارخونو د تولیداتو د ظرفیتونو لوړول، له بهره په واردونکو توکو د مالیاتو لوړول، د صنعتکارانو امنیتي ستونزې هوارول، او پانګوالو ته مشورې ورکول هغه ژمنې وې چې قربان حقجو په غونډه کې له صنعت کارانو سره وکړې.

په هېواد په کلیوالو سیمو کې د ناامنیو په ډېرېدو خلکو ښار ته مخه کړې ده، خو په ښارونو کې هم کاروبار په کمېدو دی

د عکس سرچینه، BBCPersian.com

د عکس تشریح، په هېواد په کلیوالو سیمو کې د ناامنیو په ډېرېدو خلکو ښار ته مخه کړې ده، خو په ښارونو کې هم کاروبار په کمېدو دی

افغانستان اوسمهال ۳۰۰۰ تولیدي کارخانې لري چې شپاړس ډوله توکي تولیدوي.

افغان کارګر د مزوردۍ د نرخ له ټیټوالي هم شکایت کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، افغان کارګر د مزوردۍ د نرخ له ټیټوالي هم شکایت کوي