ولسمشر غني: طالبانو سره خبرو ته کښېنو، خو د اوربند په شرط

غني

د عکس سرچینه، ARG

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي چې حکومت له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي، خو ټینګار کوي چې له اوربند پرته د سولې خبرې ممکنې نه دي. ولسمشر غني نن د ملي امنیت د سرپرست ضیا سراج د معرفۍ په مراسمو کې خبرې کولې.

ښاغلي غني وویل، افغانستان په یو حساس پړاو کې دی او سوله او ټاکنې دواړه اړین دي. نوموړي وویل، سوله د ټول ولس غوښتنه ده او د سولې مالکیت هم د افغان ولس دی.

ولسمشر غني وویل، که طالبان فکر کوي چې افغانان به وډار کړي نو پوه دې شي چې ملا ماتوونکی ځواب به ګوري. نوموړي د طالبانو پر مشر ملا هبت الله غږ وکړ چې که مخامخ نه وي نو لږ تر لږه پر ویډیو کانفرانس دې را څرګند شي چې ولس یې یو ځل وګوري.

بل لور ته بیا د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د افغان سولې د خبرو اترو د لغوې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرو ته په اشاره ویلي چې په دې هېواد کې د سولې لپاره فُرصت له لاسه ووته.

ښاغلي عبدالله چې په کابل کې یې د جمعیت اسلامي د وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود د اتلسم تلین په مراسمو کې خبرې کولې وویل "نن له سولې دومره واټن لرو چې کلونه مخکې مو درلود."

څو ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل چې په کمپ ډېوېد ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې ودرولې.

افغانستان

د عکس سرچینه، CEO

د عکس تشریح، ښاغلي عبدالله وویل چې اوس له سولې ډېر واټن لرو.

ولسمشر غني په خپلې وینا کې چې اشاره یې له وسله والو طالبانو سره درېدلو خبرو اترو او راتلونکې ته وه وویل، سوله کې د جمهوري نظام ساتل د حکومت سره کرښه ده.

هغه زیاته کړه "که له ما قرباني غواړئ، حاضر یم. خو د افغانستان جمهوریت د معاملې وړ نه دی. د افغانستان اساسي قانون د معاملې وړ نه دی او د افغانستان د مېرمنو او نارینه و حقوق د معاملې وړ نه دي. "

ښاغلي عبدالله بیا پخپله وینا کې وویل "وګوری چې د سولې لپاره څومره قربانۍ ورکړل شوي، خو نن په خواشینۍ سره له سولې دومره واټن لرو لکه تېرو کلونو کې مو چې درلوده، تاسو حتما وروستي خبرونه اوریدلي، یو احتمالي فرصت چې سولې ته دلارې پرانستو لپاره به یو چانس و، هغه هم له لاسه ولاړ. "

د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرو وروسته د سولې د برخه لیک څرک نه لګیږي او افغان چارواکي هم نه وایي چې راتلونکي ګامونه به یې څه وي.

هممهاله په کابل کې د برتانیا سفارت هم پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې لیکلي چې طالبان باید وښيي چې د سولې په تړاو جدي دي. سفارت په تېرو ورځو کې د طالبانو له خوا تاوتریخوالي، تښتونې او وژنو ته اشاره کړې.

د احمدشاه مسعود تلین او د پلویانو له خوا یې د یوه سرتېري وژل کېدل

نن په کابل کې د جمعیت اسلامي د وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود اتلسم تلین رسمي مراسم هم پرځای شول چې ښاغلي عبدالله پکې وینا وکړه، خو بل لور ته یې ځینې وسله وال پلویان کوڅو او سړکونو ته وتلي ول.

د مجاهدینو دغه قومندان د ۲۰۰۱ کال سپټمبر پر نهمه د دوو کسانو له خوا چې ځانونه یې عرب خبریالان معرفي کړی ول ووژل شو.

افغانستان

د عکس سرچینه، Kabul Garrison

د عکس تشریح، د کابل ګارنیزیون ویلي چې ۳۰ موټر یې درولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي سهار اعلان وکړ چې د کابل ګارنیزیون یو سرتېری د کابل په لوېدیځ کې د ترافیکو په څلورلارې کې د احمدشاه مسعود د پلویانو په مستقیمو ډزو کې وژل شوی.

د دفاع وزارت ویاند ویلي دغه سرتېری د دندې ترسره کولو پر مهال د نامسولو وسله والو په ډزو وژل شوی.

د کابل ګارنیزیون اعلان وکړ چې د دې قضیې په تړاو یې شپږ غیر مسول کسان نیولي او ۳۰ موټر یې درولي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، CEO

د عکس تشریح، د پخواني عامه روغتیا څلور لارې کې د مسعود په یاد څلی چې نن هم پکې ګلان کېښودل شول.

د نورو کلونو په شان سږ کال هم د احمدشاه مسعود ځینو وسله والو پلویانو پر کوڅو او سړکونو په کوچنیو او لویو موټرونو کې ظاهراً د ویر کولو په ګرځېدو راګرځېدو کې ډزې وکړې.

د تایمني سیمه کې د مسعود د پلویانو د کاروان پر لار چاودنه شوې چې درې کسان پکې ټپیان شوي.

تېر ته په کتو په داسې حال کې چې د کابل ګڼ شمېر ښاریانو وار له مخه ځانونه په خپلو کورونو کې ایسار کړی وو، دا یې د حکومت کمزورې بلله چې نشي کولی کابل ښاریان د نامسوله وسله والو له زیانه خوندي وساتي.

افغانستان
د عکس تشریح، د مسعود د پلویانو د کاروان پر لار هم چاودنه شوې چې درې کسان پکې ټپیان شوي.

څو ورځې د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د خپل پلار له پلویانو وغوښتل چې سږکال د تلین په لمانځلو کې نظم او امنیت په پام کې ونیسي.