کابل کې د شهيد اونۍ او د احمدشاه مسعود تلين ولمانځل شول

مسعود تلین
د عکس تشریح، د شهید اوونۍ او د احمدشاه مسعود تلين مراسم نن په کابل کې د ټينگو امنيتي مراسمو په ترڅ کې تر سره شول

د شهید اونۍ او د احمدشاه مسعود تلين مراسم نن په کابل کې د یولړ امنيتي تدابير په ترڅ کې تر سره شول.

ښار کې تر ډېره د گاډو هغه کاروانونه تر سترگو کېدل چې د احمد شاه مسعود عکسونه یې لېږدول، په ځینو کې یې وسله وال کسان ناست وو او هوايي ډزې یې کولې چې تر ډېره يې د ښار نظم ګډوډ کړی وو.

زموږ همکار خوشحال تایب چې سیمې ته تللی وو وايي

"موږ د کابل ښار په بره کي څلور لارې کې وو ، د احمد شاه مسعود د پلویانو ګڼ کاروانونه یو په بل پسې له هغه ځایه تېرېدل. همکار مې ( نصیر بهزاد) چې د عکاسي کمره ورسره وه هڅه وکړه د هغوی له کاروانونو عکس واخلي. کله چې په کاروان کې وسله والو کسانو ولیدلو، سخت غبرګون یې وښود. را باندې راغلل او او ګواښونه یې وکړل . همکار مې ځان په سیمه کې د پولیسو یوهّ کانټینر ته ورساوه. حالت ډېر ترینګلی شو. په وسلو سمبال قهریدلو لاریون کوونکو پر موږ د برید هڅه کوله ، خو په سیمه کې امنیتي کسانو یې مخه ونیوله او موږ یې ترې وژغورلو."

خو د ښار بلې سيمې کې بيا د احمد شاه مسعود ځينو نورو پلويانو د کتاب نندارتون جوړ کړى و او د هوايي ډزو مخالفت يې کاوۀ او خپل ملگري يې هم دغه راز کلتوري چارو ته بلل.

مسعود تلین
د عکس تشریح، دغو مراسمو ته د افغانستان حکومتي چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو ویناوې وکړي. ویناوالو په دغه هېواد کې پر قومي نفاق اندېښنه وښوده

د شهيد اونۍ او د احمدشاه مسعود د تلين رسمي مراسم په کابل کې د لویې جرګې به خیمه کې تر سره شول.

دغو مراسمو ته د افغانستان حکومتي چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو ویناوې وکړي. ویناوالو په دغه هېواد کې پر قومي نفاق اندېښنه وښوده. غونډې ته د ولسمشر اشرف غني پیغام هم واورل شو. ښاغلي غني په خپل پیغام کې، د افغانستان د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې پر هغو کسانو د بري لپاره چې ده د هېواد دښمنان وبلل، باید مسوولانه او په هوښیارۍ چلند وکړي.

احمد شاه مسعود په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر يوولسمې تر پېښې دوه ورځې وړاندې په همدې ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. وروسته پر افغانستان د امریکا په برید کې د طالبانو واکمني وپرځېده او په دغه هېواد کې نوی حکومت رامنځته شو چې د مسعود ملګرو هم په کې پراخه ونډه درلوده. له همغه راهیسې د هغه د تلین ورځ په رسمي ډول لمانځل کېږي