د احمدشاه مسعود تلین ولې په وسله وال تظاهر لمانځل کېږي؟

پلویان

د عکس سرچینه، FB, Hambastagi

د عکس تشریح، د وږي له ۱۸مې راهیسې کابلیان پر خواله رسنۍ او ناستو کې له حکومته غواړي د احمدشاه مسعود د تلین په پلمه کوڅو ته وتلو وسله والو سره قانوني چلند وکړي.
    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

تېرو ۱۷ کلونو کې هر کال د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین په کابل کې رسمي مراسمو کې لمانځل کېږي، خو ترڅنګ یې د هغه د یو شمېر پلویانو وسله وال لاریونونه نه یوازې عام کابلیان وارخطا کوي بلکې سږکال د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر غړو هم په دې اړه اندېښنه وښوده.

کابل ښار کې د وږي ۱۸مه (سپټمبر نهمه) نېټه په داسې یوه ورځ بدله شوې چې که یوه لور ته ښاغلي‌ مسعود ته د دعا او یاودنې مراسم نیول کېږي، بلې خوا یو شمېر ځوانان پر دې ورځ د خپل ځان او وسلو ښودلو لپاره چمتووالی نیسي.

حکومت که څه هم په دې ورځ د امنیتي ترتیباتو د نیولو ژمنه اعلان کړې وه خو د کابل پر سړکونو د وسله والو مظاهره چیانو آزادانه حرکت د حکومت د وړتیا او جدیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړي.

د نورو کلونو د مرګ ژوبلې په دوام سږکال هم په کابل کې ۱۳ کسان د وسله والو موټر سپرو تظاهر کوونکو په ډزو کې ټپیان شول، خو د احمدضیا مسعود په ګډون یو شمېر سیاسي مشران دا عمل له حکومته "د ځوانانو په نارضایتۍ" توجیه کوي. بل لور ته د حکومت اجرایه مشر او د جمعیت ګوند غړي عبدالله عبدالله سږنی وسله وال تظاهر وغانده او "د احمدشاه مسعود د شخصیت ترور"یې وباله.

فېسبوک

د عکس سرچینه، FB

ماشومان

د عکس سرچینه، FB, Hambastagi

تر ډېرو نیوکو وروسته چې ولې د هېواد ټول شهیدان نه لمانځل کېږي څو کاله وړاندې حکومت د سپټمبر نهمه کې برابرېدونکې اوونۍ "د شهیدانو اوونۍ" ونوموله. په دې اوونۍ کې بیا هم همدا یوه ورځ د کابل ټولنیز ژوند دومره ناآرامه او فکرونه مختل کوي چې شهیدانو ته دعاوې او پر مراسمو سیوری غوړوي. ځینې بې وسه چارواکي او عام وګړي د وسله والې لمانځنې له کبله ور رسېدلې ناهیلي، غندنې او ستونزې پر خواله رسنۍ خپروي. سږکال هم له څو ورځو راهیسې همدې مسلې په خواله رسنیو کې تاوده بحثونه رامنځته کړي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال مجیب مشعل د سپټمبر پر نهمه پر ټوېټر لیکلي:

"نن له کلکو امنیتي تدابیرو سره په ټول ښار کې ترهه خپره ده، او دا طالبان او داعش نه دي. لنډغر دي او ماشومان له وسلو سره. "

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی مشعل سړکونو ته وتلې ډله "هغه بې باکه کسان"بولي چې "لمانځنه د ټول ښار د ژوند په ناکراره کولو کې لټوي" او حکومت "د وارخطايۍ او شک پرمهال د چاودنې ضد دیوالونو تر شا پټېدونکی" بولي.

د قانون حاکمیت ننګول او د کابل ښار په کوڅو کې د عامو وګړو ډارېدلو، د هغو کلیمو کارول عام کړي چې تر دې پخوا یې لیکلې بڼه یوازې قاموسونو کې پراته ول، خو په کارولو یې خلک شرمېدل. اوس د "لنډغر" نامناسبه کلیمه پر خواله رسنۍ او عام محضر کې دغه تظاهر کوونکو ته کارول کېږي. دې کلیمې د ویناوالو خبرو ته هم لار کړې او د رسنیو او تالارونو د تربیونونو له شا کارېږي.

له کله راهیسې او ولې؟

د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د نومبر۱۳مه، طالبانو کابل پرېښود. په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو بمبارۍ د طالبانو پر نورو سیمو روانې وې جهادي تنظیمونو په یوه نوي ایتلاف کې بیا کابل ته ننوتل او ځواک یې ترلاسه کړ، خو دا ځل د مخکیني ځل د دفاع وزیر احمدشاه مسعود یې په لیکو کې نه و، د سپټمبر پر نهمه یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

د پخواني ولسمشرحامد کرزي د حکومت په ټولو دورو کې د احمدشاه مسعود ملګرو د جمعیت اسلامي ګوند په چوکاټ کې کلیدي امنیتي او نور وزارتونه او ادارې په لاس کې درلودې، خو اوس د ملي وحدت د حکومت په جوړښت کې د پنځوس سلنه ونډې سربېره جمعیت ګوند د ولسمشراشرف غني په مخالفت کې درېدلی او د مشرانو حکومت ضد ویناوې یې ځوان نسل ته د حکومت-ضد فکر پیدا کولی شي.

سږ کال هم وسله والو کسانو چې زیاترو یې موټرونه په تورو ښيښو او د مجاهدینو حکومت درې رنګه بېرغونه او وسلې له ځان سره لېږدولې د استوګنې کورونو په خوا کې ډزې کولې، چې د ډېرو په آند د مړي د تلین لمانځلو په طرېقو کې بې ساری او بې ربطه دی.

د ویډیو تشریح، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه ځانمرګي برید اووه کسان وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي. برید په داسې وخت کې کېږي چې همدغلته نن د "شهید اوونۍ" په نامه کلني مراسم روان وو.

دا چې فقط څو ورځې وړاندې د کابل د امنیې قومندان جنرال داود امین بدلېدلو د تظاهر کوونکو خپل سري لا ډېره کړې وي، هغه ادعا ده چې یو شمېر پوځي کارپوهان یې کوي. د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی چې وايي جنرال داود امین پلان درلود د تظاهر کوونکو مخنیوی وکړي، ادعا کوي د کابل د امنیې قومندان د سیاسي ملاحظې له کبله لېرې شو.

بل لورته ګڼ شمېر جهادي مشران او سیاستوال د لویې جرګې په خیمه کې سره راټول شوي ول او د شهیدانو تر یادولو او روح ته یې تر دعا کولو ډېر، حکومت ضد ویناوې وکړې او خپلې سیاسي غوښتنې یې مطرح کړې.

ظاهراً په کوڅو کې حرکتونه او په تالارونو کې د یو شمېر ویناوالو خبرې بر ربطه ښکاري خو د تالار ځینې ګډونوال مشران یې پیغام یو بولي. د احمدشاه مسعود ورور احمدضیا مسعود فېسبوک کې پر سړکونو د وسله والو تظاهر کوونکو هدف په روښانه ټکو لیکلی او وايي "ځوانان مه ملامتوئ".

احمدضیا مسعود

د عکس سرچینه، FB

څوک دي او د کوم پیغام رسول غواړي؟

د احمدشاه مسعود تر مړینې ۱۷ کاله وروسته چې ګڼو پلویانو او سیاسي کسانو یې د ملګرتیا له امله دولتي څوکیو کې کار وکړ اوس داسې فکر کوي چې ګواکې هغه ته درناوی نه کېږي او د هغه په نامه یې پلویانو ته امتیاز نه ورکول کېږي.

احمدضیا مسعود کوڅو ته وتلي وسله وال هغه "نوی انقلابي نسل"بولي چې "له خپلو محافظه کارو مشرانو" سره اوږد واټن لري. ښاغلی مسعود په داسې حال کې چې څه باندې یو کال وړاندې پخپله د ولسمشر ځانګړی استازی او د حکومت کلیدي بدنه کې شامل و، د چا نوم نه اخلي خو کوڅو ته د وتلو کسانو کړنې ته په اشاره لیکي چې غوښتل یې " د خپلو رهبرانو له سیاسي ناکامیو او...له حکومته خپله نارضایتي"نندارې ته کېږدي.

مسعود پلویان

د عکس سرچینه، FB

ښاغلی مسعود وايي د "ملي وحدت حکومت"دوره کې ژوند کول "یوه ځوان ته د زغملو وړ نه ده". دی سیاسي فضا ډېره زړه تنګوونکې او ژوند کول ګران بولي او وایي "نندارې ته د داسې صحنو له کېښودلو پرته یوه ځوان ته بل هېڅ غوراوی نه دی پاتې."

د ولسي جرګې یوه غړي او د احمد شاه مسعود پخواني ملګري حفیظ منصور بي بي سي سره په خبرو کې وویل "ځوانان ځکه له وسلو سره کابل ښار ته ننوځي چې د حکومت له کړنو ناراض دي."

د نوموړي په وینا، په دې کار سره دوی نه یوازې د "شهید اوونۍ " لمانځي بلکې "غواړي چې افغان حکومت ته هم خپل زور ښکاره کړي" او ورته ووایي چې د کابل ښار دفاع کوونکي لا هم شته.

د غږ تشریح، د ولسي جرګې یوه غړي او د احمد شاه مسعود پخواني ملګري حفیظ منصور په وینا، په دې کار سره دوی نه یوازې د "شهید اوونۍ " لمانځي بلکې “غواړي چې افغان حکومت ته هم خپل زور ښکاره کړي” او ورته ووایي چې د کابل ښار دفاع کوونکي لا هم شته.

د ښاغلي منصور په انګېرنه ولسمشرغني مسعود ته درناوی نه لري. ده پر ولسمشر غني تور ولګاوه چې یو خوا طالبانو ته وړاندیز کوي چې ښارونو ته راشي او شیریخ وخوري، خو د مجاهدینو درناوی نه کوي او د هغوی د مقبرې لیدو ته هم نه ورځي.

احمدضیا مسعود خبرداری ورکوي چې د ده په وینا د "حکومت د غلطو سیاستونو دوام به راتلونکې کې د ورته غبرګونونو د ډېرېدو لامل شي."

شهید اوونۍ

د عکس سرچینه، FB

د سپټمبر د نهمې راتلونکې

د احمدشاه مسعود مرګ پر ورځ لارو کوڅو ته د زور ازمایونکو وسله والو وتل سیاسي قشر سره وېشلی.

ډاکتر عبدالله چې د ملي وحدت په حکومت کې د جمعیت اسلامي ګوند استازیتوب کوي داسې حرکتونه په کلکو ټکو غندي او نامناسب یې بولي. هغه پر دغه ورځ د احمدشاه مسعود له زوی او د جمعیت ګوند له یو شمېر نورو غړو سره ولاړ او اړمنو کسانو ته یې وینه ورکړه او له نورو یې هم د ورته کار غوښتنه وکړه.

د لویې جرګې خیمه کې په خپله وینا کې مخکیني ولسمشرحامد کرزي په احتیاط سره سړکونو ته د وتلو وسله والو عمل ناسم وباله او هیله یې وښوده چې دوی بل کال ته د دې کار پر ځای د "هر چا کور ته ګُلان ووېشي".

د جمعیت د ګوند ځینو قومندانانو او مشرانو هم غږ کړی چې د مسعود د تلین په پلمه دې خلک نه ځورول کېږي ځکه که په دې کې د نورو ګوندونو او حلقو کسان هم شامل وي، بد نوم یې دوی ته ور اوړي، خو ځینې نور سیاسي شخصیتونه او ډلې په داسې حال کې دې حرکتونو ته د فشار د آلې په سترګه ګوري چې پخپله یا له حکومته ناراضه دي او یا هم په راتلونکې کې د خپل غږ د اورېدلو لپاره همدا وسیله حل لاره بولي.

خو د یو شمېر جهادي شخصیتونو ملاتړو په غونډو کې څوڅو ځلې د ځینو سیاسي مشرانو خبره نه ده منلې شوې او یا هم سپکاوی ورته شوی. سږکال فبرورۍ میاشت کې د جمعیت ګوند د کنګرې اعلان غونډه د نورالله عماد په مشرۍ په فزیکي تاوتریخوالي واوښته. د لویې جرګې خیمه پخواني ولسمشرحامد کرزي ته د مخامخ سپکاوي په ګډون د ګډوډۍ او د عکسونو د څېري کولو شاهده ده، چې څوک یې په مخنیوي نه دي بریالي شوي.

مسعود مړینه

د عکس سرچینه، FB

احمدشاه مسعود ته یې پلویانو ډېر درناوی درلود او د هغه له مړینې وروسته هغه درناوی نه د ده په کورنۍ کې او نه هم په جمعیت کې، چاته منتقل شو. برعکس له سیاسي انشعابونو او پر مشرۍ له دعواو سره شته احترام هم زیانمن او کم شو.

اوس چې نه جمعیت د یوه ګوند په توګه زور ازمویونکي تظاهر کوونکي وسله وال خپل بولي، نه دوی کومه غوښتنه لري او نه هم د دوی عمل په ډیموکراسۍ کې ځای لري، له څو ورځو راهیسې عام کابلیان پر خواله رسنۍ او غونډو کې له حکومته غواړي چې داسې ډلې ټپلې تعریف کړي او ورسره د چلند بڼه روښانه کړي چې د لمانځلو دا شکل ۱۸ کلن نه شي.