کمېسیون: غني او عبدالله د کمپاین غونډو کې دولتي امکانات کارولي

غني عبدالله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي د غني او عبدالله ډلو ته یې خبرداری ورکړی
    • Author, عصمت بهیر / شازیه حیا
    • دنده, بي بي سي - کابل

د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د ولسمشر محمد اشرف په مشرۍ د دولت جوړوونکی ټاکنېزې ډلې او د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همګرایي ټاکنیزې ډلې په خپلو کمپایني غونډو کې له دولتي سرچنیو او امکاناتو ګټه اخیستې چې په وینا یې دا له ټاکنیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

د دغه کمیسیون یوه کمیشنر قطب الدین رویدار بي بي سي ته وویل، دواړو ډلو ته یې خبرداری ور کړی او که دا سرغړونې بیا تکرار کړي نو قانوني چلند سره مخ شي.

ښاغلی رویدار وایي، د ټاکنو د قانون له مخې دولتي مامورین نشي کولی چې په ټاکنیزو کمپیایني غونډو کې ګډون وکړي، خو د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله په افتتاحیه غونډو کې ګڼ شمېر دولتي کسانو او ان جګپوړو چارواکو ګډون کړی و.

د نوموړي په وینا، د لویې جرګې خیمه هم یوه دولتي ودانۍ ده او دوی له دواړو یادو ډلو غوښتي چې هلته د خپل ټاکنیزو کمپیان غونډو په اړه وضاحت ورکړي.

ښاغلي رویدار زیاتوي، که چېرې یوه ټاکنیزه ډله د پیسو په بدل کې هم دولتي ودانۍ کاروي نو بیا باید دا تظمین شي چې ټولې ټاکنیزې ډلې هغې ودانۍ ته لاسرسی لري او د فیس په بدل کې یې د کمپیان لپاره یې کارولی شي.

ګلبدین حکمتیار

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/ Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی حکمتیار وایي، که دی ټاکنو کې بریالی شي نو د بهرنیو ځواکونو حضور به پای ته ورسوي

پنجشنبه د افغانستان را روانو ولسمشریز ټاکنو ته د کمپاینونو په پنځمه ورځ کې نوماند ګلبدین حکمتیار له خپلو پلویانو سره په یوه ګډه غونډه کې د صدراعظمي څوکۍ له رامنځته کېدو سره مخالفت اعلان کړ.

بل خوا نوماند محمد اشرف غني د خپلو ټاکنیزو منډو تړو په دوام د یو شمېر دیني عالمانو او پلویانو په ګډه غونډه کې د ارګ او جومات ترمنځ د فاصلې له منځه وړلو ژمنه وکړه.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته اتلس کسان ولاړ دي چې یو شمېر یې په وړو او غټو غونډو کې خپل ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي دي.

ښاغلی حکمتیار وایي، که دی ټاکنو کې بریالی شي نو د بهرنیو ځواکونو حضور به پای ته ورسوي او د سولې ټینګښت به یې د کارونو لومړیتوب وي.

نوموړي په کابل کې خپل کور ته د پلویانو په وربللو سره خپل ټاکنیزو پروګرامونه روښانه کړل او په ټاکنو کې یې د ممکنه درغلیو خبرداری ورکړ.

ښاغلي حکمتیار خپلو سیالانو ته په اشارې وویل، د صدراعظمۍ او د دریم معاونیت پوست جوړېدل د قانون خلاف دی او که دی ټاکنو کې بریالی شي نو د افغانستان د اساسي قانون په خلاف به ټول شوي فرمانونه، بستونه او قراردادونه لغوه کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د الفبا په ترتیب
د عکس تشریح، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د الفبا په ترتیب

که څه هم په افغانستان کې ولسمشریز کمپاینونه ساړه روان دي خو محمد اشرف غني د لویې جرګې په خیمه کې د ټاکنیز کمپاین لپاره په دویمه غونډه کې د دیني عالمانو په ونډې ټینګار وکړ او وایي، که دی د ټاکنو ګټونکی شي نو د ارګ او جومات ترمنځ به هېڅ واټن نه وي او د اسلامي اعتقاداتو په خلاف به هېڅ قانون پلی نه شي.

د راتلونکې میزان یا تلې په ۶ مه ټاکل شویو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ اتلس نوماندان به ۶۰ ورځې ټاکنیز کمپاینونه کوي.

تر دې دمه محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د لویو غونډو او رسنیو په وربللو سره خپلې ټاکنیزې منډې ترړې روانې کړي دي.

د دغو نوماندانو ترڅنګ پاتې نورو هغو بیا د وړو او نارسنیزو غونډو کې خپل پلویان ځانونو ته بللي دي.