حکمتیار: امریکا په لوی لاس افغانستان د ایران لمنې ته وغورځاوه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
له لندن خپرېدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط ورځپاڼې سره مرکه کې د اسلامي حزب مشر ګلبدن حکمتیار له دې امله ګیله من ښکاري چې عربي هېوادونو خپل پام له افغانستان واړاوه نو ځکه ایران دلته لاس را اوږد کړ.
د حکمتیار په خبره، دغه ستونزه د ده په وینا په عراق ، یمن او سوریه کې هم رامنځته شوې ده.
حکمتیار ویلي امریکایانو د خپلو کړنلارو له امله په لوی لاس افغانستان د ایران لمنې ته وغورځاوه او ایران تر بل هر چا افغانستان او افغانانو ته ډیر زیان اړولی دی.
د اسلامي حزب مشر الشرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي د کورنیو جګړو پرمهال د عربي هېوادونو د شاته کېدو له امله ایران په افغانستان کې ډیر نفوذ درلود، ان د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک یوه اډه د ده د ادعا له امخې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وه چې د افغان حکومت او افغان ځواکونو په جوړولو کې به یې ونډه لرله.
حکمتیار وايي د طالبانو لپاره یوازینۍ لار د سولې خبرې دي، که سوله وشي نو د بهرنیو ځواکونو اړتیا به هم له منځه ولاړه شي.
افغانستان به تر کله د جګړې ډګر وي؟
ډیلي ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو ارزښت ته ګوته نیولې دي.
په دې ورځپاڼه کې په یوه خپاره شوي مطلب کې ویل شوي تر هغه به افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو د ګټو لپاره د جګړې ډګر وي چې بهرني لاسونه له دې هېواد لنډ شوي نه وي او د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان درناوی نه وي شوی.
د مطلب لیکوال وايي اوس د دې وخت رارسیدلی چې ملګري ملتونه خپل ارزښت په ډاګه کړي او تېرې نیمګړتیاوې جبران کړي:
"بهرني لاسونه لنډ کړي او په دې سره د افغان وینې توییدل بند شي او سوله راشي".
که د فوټبال لوبغاړې یو موټی وي؟

د عکس سرچینه، Facebook
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورونې د ادعاو له امله د فوټبال فدراسیون د مشر او نورو چارواکو ددندو د ځنډولو په تړاو یو تفصیلي رپوټ خپور کړی.
ورځپاڼه لیکي د افغانستان د ښځینه فوټبال پخوانۍ مشرې خالده پوپل د فوټبال فدراسیون د مشر او پنځو چارواکو د دندو د ځنډولو هرکلی کړی.
هغې ویلي، چې لوبغاړې یو موټي وي او خپل غږ پورته کړي نو هیڅوک به دا زړه ښه نه کړي چې بې ګناه وګړو ته زیان ورسوي.
مظاهرو پسې د فرانسې د ولسمشر ملاتړ کمېدل

د عکس سرچینه، AFP
فرانسوۍ ورځپاڼې لوفیغاړو/ لوفیګارو په دغه هېواد کې د تېرو ورځو د تاوتریخجنو لاریونونو په تړاو یو مطلب لیکلی.
د ورځپاڼې په باور، دې کړکیچ په خلکو کې د ولسمشر ایمانویل ماکغون او لومړي وزیر اډوارډ فیلیپ پر ملاتړ اغیز کړی.
د وروستیو سرویګانو د پایلو له مخې اوس لومړی وزیر په خلکو کې تر ولسمشره ډیر محبوبیت لري.
هغه داسې چې لومړی فیلیپ د ۵۵٪ خلکو خو ولسمشر ماکغون ایله د دېرش سلنه خلکو ملاتړ له ځان سره لري.
فرانسوۍ ورځپاڼې لیکي د ولسمشر محبوبیت په خلکو کې ځکه کم شوی چې د تیرو اونیو د لاریونونو پرمهال یې له دې ستونزې ځان ډیر ګوښی ساتلی او هغه چې په کار و د خلکو غوښتنو ته یې پام نه دی کړی.
له سلمان د شاهي کورنۍ وېره

د عکس سرچینه، EPA
سنډې ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې په سعودي د شاهي کورنۍ ځینې غړي د ولیعهد محمد بن سلمان په ویره کې دي.
د دې راپور چمتو کوونکي وايي شهزاده سلمان بن عبد العزیز په تېره جنورۍ میاشت کې د کورنۍ له یو شمیر نورو غړو سره شاهي ماڼۍ ته وغوښتل شول:
"خو په ماڼۍ کې د ولیعهد له ساتونکو سره د دوی شخړه راغله ووهل او بیا ونیول شو او ترننه لادرکه دی".
د دې رپوټ له مخې له دې پيښې دوه ورځې وروسته د هغه پلار هم ونیول شو.
ورځپاڼه لیکي د دې پیښې په اړه رسمي بیان کې راغلي و چې شهزاده سلمان بن عبد العزیز د هغو یوولسو کسانو په منځ کې و چې له دوی د بریښنا بل د پرې کولو له غوښتنې وروسته یې په اعتراض لاس پورې کړ او ونیول شول.
خو ورځپاڼه لیکی لویدیځې سرچینې له دې مسلې خبرې دي او وايي د پیښې اصل لامل داسې څه نه و چې د سعودي رسمي چارواکي یې وايي.








