افغان ولسمشرۍ ټاکنې: بحث باید پر څه وشي؟

غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني اعلان کړی چې راتلونکو ټاکنو کې به بیا نوماند وي
    • Author, تواب غورځنګ
    • دنده, کابل

د افغانستان راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته سر له اوسه د سیاسي ټیکټونو د جوړېدو هلې ځلې پيل شوې او دا یو ښه پرمختګ دی.

زما په اند د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنې به د ډلو او ټیکټونو د شمېر او د پروګرامونو د رنګارنګۍ له پلوه له تېرو هغو سره توپیر ولري.

دا تر یوه بریده، د پوهو سیاسي کړیو د پوخوالي نښې ښيي.

د ټیکټونو د جوړېدو په برخه کې زما تر اوسه یو وضیعت ته پام شوی، چې راته د اندېښنې وړ دی.

په کابل کې چې زه څومره سیاسي اړیکې او ملګرتیا لرم، اصلي بحث پر دې کوي چې کوم سیاسي بهیر او ډله او کوم بهرنی هېواد د کوم ټاکنیز ټیکټ ملاتړ کوي.

هغه ملتونه چې پر خپل راتلونکي ډاډه وي، ډېر بحث یې د ټیکټونو پر پروګرامونو او اصولو وي.

دوی د ټیکټونو په جوړښت کې د جریانونو او ډلو پر ترکیب دومره نه غږیږي او د بهرنیو هېوادونو پر ملاتړ خو اصلاً بحث نه کوي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کوچني اختر کې ولسمشر غني له طالبانو سره یو لوریز اوربند وکړ، چې وروسته دې ډلې هم اوربند وکړ او وسلوال یې ان تر کابل او نورو سترو ښارونو لاړل او له افغان ځواکونو سره یې په ګډه اختر وکړ.

د افغانانو یو خصوصیت دا دی، چې پر ملي واکمنۍ او قلمرو بحث تل محال ګڼي او اړینه ده چې دغه خصوصیت د علمي- سیاسي اخلاقو برخه وګرځي.

د ټاکنو د پایلو په هکله د ملت تر رایې هاخوا، د ګروپونو او هېوادونو د علایقو اړین ګڼل د یوه نامناسب تلقین او تردید دوام دی.

دا وضعیت د افغان ملت، په خاصه توګه د ځوان نسل په فکر کې د ملي واکمنۍ د اصل او د ولسواکۍ په سیستم کې د وګړي د فردي ارادې د ارزښت یو ناروښانه تصویر ښيي.

له دې ښکاري چې لا هم د نا افغاني سیاسي- فرهنګي نفوذ ساحه زموږ د سیاسي ډلو او فکري خونو ترمنځ خپره ده.

د دغه حالت دوام زموږ د ملي پروګروامونو پر پایلو سیوری غوړولی شي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ولسمشر اشرف غني له حکمتیار سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

د راتلونکونو نسلونو تمه به دا وي، چې زموږ نسل ورته پر ملي واکمنۍ د بشپړ او رښتیني ډاډ میراث پرېږدي.

ځکه د کابل په سیاسي ناستو کې د ټاکنو په پروسه کې د ملت د ارادې پر ځای د ګروپونو او هېوادونو پر ګټو بحث او ټینګار د خواشینۍ وړ دی.

زما لپاره به د ډېرې خوښۍ خبره دا وي، چې زموږ په سیاسي جمعیتونو او فکري خونو او ور سره د بانفوذه وګړو ترمنخ د بحث موضوع او لوری بدل شي.

باید د هغو خلکو پر کتارونو خبرې وشي چې د مرمیو په باران کې د رایو مرکزونو ته ځي او د ملت د راتلونکې مشرۍ لپاره د خپلې خوښې وړ کس ته رایه ورکوي.

زما لپاره به دا هم د خوښۍ خبره وي چې د کابل په سیاسي غونډو کې د ډلو او هېوادونو تر لېوالتیا ډېر د افغانانو پر ارادې بحث وشي.

همدا راز باید د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د باور زیانمنولو پر هغو ټولو لاملونو خبرې وشي چې ځیني بدنیتي ادرسونه او خواوې ورته عمدي کار کوي.

په ورته وخت ټاکنو ته د هر ډول زیان پر مخنیوي د ملي هوښیارۍ او بیدارۍ بحثونه باید پیل شي.

له تېرو تجربو درس

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د پخواني بهرنیو چارو وزیر په منځګړتوب اشرف غني له عبدالله سره د دوو کلونو لپاره د ملي یووالي حکومت جوړ کړ.

په دې برخه کې تېرې تجربې هم موږ ته ډېر څه را زده کولی شي.

د ۲۰۰۹ او همدا راز د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنې له هر اړخه له درس ډکې وې.

موږ ولیدل، چې څنګه زموږ د ملت پرېکړې او ارادې له ننګونو سره مخ شوې او سیاسي بهیرونو او ډلو څومره د سیاست د لوبې قواعدو او اصولو ته پام وکړ.

موږ ځوانان هم ولیدل، چې څنګه د یو بل پر وړاندې ودرېدل او د پروګرام محوره عامه پوهاوي او تبلیغاتو ادرسونه د توهمتونو او تورونو پر سنګرونو بدل شول.

زما باور دا دی چې له اوسنیو ستونزو د افغانستان د خلاصون او ثبات لپاره د ځوانانو ترمنځ پوهاوی شته.

خو د چلن او لارو د بېلوالي د رعایت او درناوي اصل ته تر اوسه سم پام نه دی شوی.

که موږ افغانستان د ټولو وګړو ګډ کور بولو نو بیا اړینه ده چې د هر لوري، ډلې او ټیکټ مفکورې او پروګرامونه واورو، خبرې پرې وکړو او په اړه یې خپلې نیوکې او نظرونه په هغه چوکاټ کې وړاندې کړو، چې د چا انساني وقار او شرف ته پکې زیان ونه رسېږي.

د لیکوال په اړه:

تواب غورځنګ د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د ستراتیژیکو اړیکو پخوانی رئیس او ویاند دی، او دا مهال په کابل کې ژوند کوي. په دې لیکنه کې راټول شوي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري.