اشرف غني: وکیلان دې ګومارنو لپاره وزارتونو ته نه ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر د ملي پولیسو اکاډیمۍ د لسمې دورې د فراغت مراسمو کې د ولسي او مشرانو جرګې په غړو غږ وکړ چې د کسانو د ګومارلو لپاره دې وزارتونو ته نه ځي.
ولسمشر غني کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ د ۴۴۶ محصلینو د فراغت غونډه کې دا خبرې کولې.
نوموړي زیاته کړه، که وزارتونو ته دا ډول وکیلان ورځي، نومونه دې یې ولیکل شي:
" که راغلل ثبت دې شي (د وکیلانو نومونه) او دهلېزونو کې دې خپاره شي".
هغه دا هم وویل، چې یو کس هم د فشار له مخې نه ګوماري، خو په دې پوهېږي چې څوک د فشار له مخې مقررېږي.
که څه هم د نوموړي اشاره په دې برخه کې چا ته نه وه، خو د ولسي او مشرانو جرګې وکیلانو ته ګوته نیول کېږي، چې د ځینې کسانو د ګومارلو لپاره په حکومتي ادارو فشار اچوي.
افغان ولسمشر زیاته کړه، د واسطې او پیسې له مخې ګومارل شوي کسان په خپله دنده کې پاتې راځي:
"څوک چې په پیسو مقرر شوی سبا یې غلا کړې څوک چې په واسطه راغلی له سنګر تښتېدلی دی".
پولیسو کې سمون

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي کورنیو چارو وزارت کې سمون اړین وباله او ویې ویل چې د دې سمون ملاتړ کوي:
"زه وزارت ته سپارښتنه کووم چې له دې وروسته د اصولو له مخې مقررۍ، رخصتي او رتبې لوړولی شي، د وزارت منصوبان په واسطه څوک نشي ګومارلی".
د هغه په خبره، که افغان ملي پولیسو کې سمون نه وي سترې پروژې پلې کېدلی نه شي:
"پانګوال پانګونه نه شي کولی، کانونه کنستل کېدلی نه شي، ځکه د پولیسو سمون د ټولو خلکو له ژوند سره سروکار لري او په همدې وجه د پولیسو سمون مهم دی".
نوموړي په نویو فارغ شویو پولیسو غږ وکړ چې د وړتیا او خدمت له مخې به پرمختګ کوي.
هوايي پوځ درې چنده کېدل

د عکس سرچینه، RS
هغه دا هم وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو څلور کلن پلان جوړ شوی او له مخې یې افغان هوايي ځواکونه درې چنده کېږي.
له دې مخکې د افغان کومندو ځواکونه هم دوه چنده شول.
د وسلوالو مخالفانو په ځپلو کې افغان هوايي ځواک او کومندو ځواکونه ډېر مهم بلل کېږي.









