تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ولسمشرۍ ټاکنې: بحث باید پر څه وشي؟
- Author, تواب غورځنګ
- دنده, کابل
د افغانستان راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته سر له اوسه د سیاسي ټیکټونو د جوړېدو هلې ځلې پيل شوې او دا یو ښه پرمختګ دی.
زما په اند د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنې به د ډلو او ټیکټونو د شمېر او د پروګرامونو د رنګارنګۍ له پلوه له تېرو هغو سره توپیر ولري.
دا تر یوه بریده، د پوهو سیاسي کړیو د پوخوالي نښې ښيي.
د ټیکټونو د جوړېدو په برخه کې زما تر اوسه یو وضیعت ته پام شوی، چې راته د اندېښنې وړ دی.
په کابل کې چې زه څومره سیاسي اړیکې او ملګرتیا لرم، اصلي بحث پر دې کوي چې کوم سیاسي بهیر او ډله او کوم بهرنی هېواد د کوم ټاکنیز ټیکټ ملاتړ کوي.
هغه ملتونه چې پر خپل راتلونکي ډاډه وي، ډېر بحث یې د ټیکټونو پر پروګرامونو او اصولو وي.
دوی د ټیکټونو په جوړښت کې د جریانونو او ډلو پر ترکیب دومره نه غږیږي او د بهرنیو هېوادونو پر ملاتړ خو اصلاً بحث نه کوي.
د افغانانو یو خصوصیت دا دی، چې پر ملي واکمنۍ او قلمرو بحث تل محال ګڼي او اړینه ده چې دغه خصوصیت د علمي- سیاسي اخلاقو برخه وګرځي.
د ټاکنو د پایلو په هکله د ملت تر رایې هاخوا، د ګروپونو او هېوادونو د علایقو اړین ګڼل د یوه نامناسب تلقین او تردید دوام دی.
دا وضعیت د افغان ملت، په خاصه توګه د ځوان نسل په فکر کې د ملي واکمنۍ د اصل او د ولسواکۍ په سیستم کې د وګړي د فردي ارادې د ارزښت یو ناروښانه تصویر ښيي.
له دې ښکاري چې لا هم د نا افغاني سیاسي- فرهنګي نفوذ ساحه زموږ د سیاسي ډلو او فکري خونو ترمنځ خپره ده.
د دغه حالت دوام زموږ د ملي پروګروامونو پر پایلو سیوری غوړولی شي.
د راتلونکونو نسلونو تمه به دا وي، چې زموږ نسل ورته پر ملي واکمنۍ د بشپړ او رښتیني ډاډ میراث پرېږدي.
ځکه د کابل په سیاسي ناستو کې د ټاکنو په پروسه کې د ملت د ارادې پر ځای د ګروپونو او هېوادونو پر ګټو بحث او ټینګار د خواشینۍ وړ دی.
زما لپاره به د ډېرې خوښۍ خبره دا وي، چې زموږ په سیاسي جمعیتونو او فکري خونو او ور سره د بانفوذه وګړو ترمنخ د بحث موضوع او لوری بدل شي.
باید د هغو خلکو پر کتارونو خبرې وشي چې د مرمیو په باران کې د رایو مرکزونو ته ځي او د ملت د راتلونکې مشرۍ لپاره د خپلې خوښې وړ کس ته رایه ورکوي.
زما لپاره به دا هم د خوښۍ خبره وي چې د کابل په سیاسي غونډو کې د ډلو او هېوادونو تر لېوالتیا ډېر د افغانانو پر ارادې بحث وشي.
همدا راز باید د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د باور زیانمنولو پر هغو ټولو لاملونو خبرې وشي چې ځیني بدنیتي ادرسونه او خواوې ورته عمدي کار کوي.
په ورته وخت ټاکنو ته د هر ډول زیان پر مخنیوي د ملي هوښیارۍ او بیدارۍ بحثونه باید پیل شي.
له تېرو تجربو درس
په دې برخه کې تېرې تجربې هم موږ ته ډېر څه را زده کولی شي.
د ۲۰۰۹ او همدا راز د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنې له هر اړخه له درس ډکې وې.
موږ ولیدل، چې څنګه زموږ د ملت پرېکړې او ارادې له ننګونو سره مخ شوې او سیاسي بهیرونو او ډلو څومره د سیاست د لوبې قواعدو او اصولو ته پام وکړ.
موږ ځوانان هم ولیدل، چې څنګه د یو بل پر وړاندې ودرېدل او د پروګرام محوره عامه پوهاوي او تبلیغاتو ادرسونه د توهمتونو او تورونو پر سنګرونو بدل شول.
زما باور دا دی چې له اوسنیو ستونزو د افغانستان د خلاصون او ثبات لپاره د ځوانانو ترمنځ پوهاوی شته.
خو د چلن او لارو د بېلوالي د رعایت او درناوي اصل ته تر اوسه سم پام نه دی شوی.
که موږ افغانستان د ټولو وګړو ګډ کور بولو نو بیا اړینه ده چې د هر لوري، ډلې او ټیکټ مفکورې او پروګرامونه واورو، خبرې پرې وکړو او په اړه یې خپلې نیوکې او نظرونه په هغه چوکاټ کې وړاندې کړو، چې د چا انساني وقار او شرف ته پکې زیان ونه رسېږي.
د لیکوال په اړه:
تواب غورځنګ د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د ستراتیژیکو اړیکو پخوانی رئیس او ویاند دی، او دا مهال په کابل کې ژوند کوي. په دې لیکنه کې راټول شوي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري.