د کډوالو لومړۍ ارزونه؛ نژدې ۶ میلیونه افغانان کډوال شوي

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان چارواکي وايي، په تېرو شپږو کلو کې نژدې شپږ میلیونه افغانان په هېواد کې دننه او بهر کډوال شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت لخوا د اعلان شویو شمېرو له مخې، په دوی کې څه باندې دوه میلیونه له هېواده بهر وتلي او نور د جګړو، تاوتریخوالي او طبیعي پېښو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړوتي او په هېواد کې دننه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د چارواکو په وینا، په دې موده کې څه باندې درې میلیونه مخکني کډوال له نورو هېوادو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې د وګړو لېږد یا له یوې سیمې بلې ته د کډې کولو ارزونه ترسره کیږي.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته په ټولو ولایتونو کې ترسره شوی دی.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د دې ارزونې ترسره کولو لپاره په ۳۹۰ ولسوالیو کې ۶۴ زره تنه پوښتل شوې دي.

د ښاغلي بلخي په وینا ددې ارزونې له مخې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د کورنیو بېځایه شویو، له بهره د راستنېدونکو کډوالو او نورو هېوادونو ته د تازه کډوالو شمېرې وړاندې شوې دي.

د کډوالو چارو وزیر وايي، په دې موده کې د کور دننه څه باندې درې نیم میلیونه بېځایه شوي او څه باندې دوه میلیونه نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې مشر لورانس هارډ وايي، ددې ارزونې له مخې به د کډوالو نړیواله اداره او نور مرسته کوونکي بنسټونه وکوای شي خپلې سرچینې زیاتې کړي، لومړیتوبونه وټاکي او پاتې کېدونکې بشري مرستې او پرمختیايي پروګرامونه ترسره کړي.

افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې ډېر کډوال لري.

د دغې نوې ارزونې له مخې ننګرهار، هلمند او هرات هغه ولایتونو دي چې تر ټولو ډېر کورني بېځایه شوي کډوال لري.

دا کورنۍ د جګړو وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.