د لوګر اوسېدونکي وايي، ناامنیو یې کاروبار ټکنی کړی

لوګر
د عکس تشریح، لوګر شپږ ولسوالۍ لري چې د ټولو مرکزونه د افغان حکومت په لاس کې دي
    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, لوګر

د کابل څنګ لوري ولایت لوګر اوسېدونکي وایي، روانو ناامنیواو جګړو د دوی پر کار اوبار او سوداګریزو چارو ناوړه اغیز کړی دی.

دوی وایي، نژدې هره ورځ په ښار او لویه لاره کې د جګړو او چاودنو شاهدان وي.

موږ چې د لوګر د امنیتي وضعیت او ځینو نورو موضوعاتو په اړه د راپور جوړولو لپاره د کابل- لوګر په لویه لار روان و چې پل علم ښار ته په څو کیلومترۍ کې ناڅاپه له جګړې سره مخامخ شو.

که څه هم دغلته پر امنیتي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزو موږ یو څه ووېرولو، خو دغه جګړه په سیمه کې د لسګونه درول شویو موټرو سپرلیو او د سیمې اوسیدونکو ته عادي وه.

د کابل له دروازې بیا تر پل علم ښاره پر لویه لار د جګړې نښې نښانې له ورایه ښکاري.

د ټوپکو ګولۍ د خلکو پر کورونو څه چې آن پر ښوونځیو او روغتونونو لګېدلې.

د لویې لارې د جګړې اصلي قربانیان هغه موټرچلوونکي دي چې هره ورځ د مرمیو په اور کې د کابل- لوګر ترمنځ د ډوډۍ پيدا کولو په خاطر تګ را تګ کوي.

یوه موټر چلونکي چې نه یې غوښتل د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم واخلو، وایي لوګر کې امنیتي پېښې د دوی د ورځنی ژوند یوه برخه ګرځېدلې.

پل علم ښار ته په رسېدو هم هر ځای د وسله والو طالبانو د برید او چاودنو ویره پرته ده چې د خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.

عبدالله دې ښار کې د ټلویزیونونو دوکان لري.

د پلازمېنې کابل څنګلوری لوګر ولایت له ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي

د عکس سرچینه، Logar Police

د عکس تشریح، د پلازمېنې کابل څنګلوری لوګر ولایت له ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي

دی وایي، هر سهار چې له کوره وځي، همدا وېره ورسره وي چې ممکن کور ته ژوندی را ونه ګرځي.

سپي پورې تړلي چاودېدونکي توکي

په پنځو ورځو کې چې لوګر کې پاتې شوو هره ورځ ښار کې د یوې چاودنې غږ اوریدل کېده چې کله به یې امنیتي ځواکونه، کله د ترافیکو پولیس او کله هم عام وګړي هدف ګرځول.

یوه پیښه داسې وه چې وسله والو مخالفانو سپي ته ځان مرګی واسکټ ور اغوستی و او د لوګر د امنیه قومندانۍ پر خوا یې خوشی کړی و.

د لوګر پولیسو وویل چې دغه سپی یې قره ول ته له رسیدو مخکې وواژه چې انځورونه یې څو ورځې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېدل.

د لوګر والي محمد انور اسحاقزی بیا وایي، دغلته جګړه سمبولیکه او تر ډېره تبلیغاتي بڼه لري.

خو برعکس، دغلته جګړه بې بیې هم نه ده.

لوګر
د عکس تشریح، لوګر کې ناامنیو پر کاروبار هم منفي اغېز کړی

خپله پر اوسني والي دوه ځله مرګونی برید شوې چې له ده سره بخت یاري کړې، خو تېرو څو کلونو کې جګړو د لوګر دوه والیان، یو مرستیال والي او یو د والي ویاند وژلي دي.

لوګر شپږ ولسوالۍ لري چې د ټولو مرکزونه د افغان حکومت په لاس کې دي، خو له همدې مرکزونو او پخو سړکونو ورهاخوا بیا واک له طالبانو سره دی.