د کونډو نړیواله ورځ؛ 'د افغانستان کونډې ښه ورځ نه لري'

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي، په دې هېواد کې له ۵ تر ۶ لکه کونډې ثبت شوې چې مرستو ته اړتیا لري.
نن د جون ۲۳مه د کونډو نړیواله ورځ ده چې له دوی سره د مرستې لپاره نمانځل کیږي او خلک هڅول کېږي چې ددوی لاس نیوی وکړي.
د دې ورځې په تړاو د نړیوالې ټولنې سږنی شعار دا دی چې د کونډو ستونزې له سترګو پناه دي.
افغانستان د کونډو ترنامه لاندې هېڅ کوم ریاست یا لویه ادارې نه لري چې د دې هېواد له ټولو کونډو سره پرله پسې مرستې وکړي خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له یو شمېر کونډو سره کلنۍ مرسته کوي، خو ددوی په خبره دا مرسته تر ډېره د امنیتي سرتېرو له کونډو سره کیږي.
د یاد وزارت ویاند فتاح احمدزي بي بي سي ته وویل، هغو کونډو ته چې د دوی مرستې نه رسېږي خصوصي سکتور ورته د کار زمینه برابروي.
"د هغو کونډو چې خاوندانو یې په امنیتي سکتور کې کار کاوه او جګړو کې وژل شوي له هغوی سره افغان حکومت له هر اړخه کومک کوي. د دوی د ماشومانو د زده کړو غم خوړل کېږي، روغتیا یي او نورو ورته برخه کې مرسته ورسره کېږي. همدارنګه د یو شمېر فابریکو له مسولینو سره مو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې کونډو ته کار ورکړي او له دې لارې د کار زمینه ورته برابره شي."
دی وايي، د جګړې او بې وزلي له کبله ورځ تر بلې د کونډو شمېر زیاتېږي چې په خبره یې د کونډو نوې سرشمېرنه یې هم پیل کړې ده.
ځینې بهرنۍ موسسې او په کور دننه د خېر ښیګڼې بنسټونه د بې سرپرسته او کونډو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې کوي.
خو دغه بنسټونه د لنډ مهال لپاره فاعلیتونه کوي، چې تر ډیره ګټور نه بلل کیږي.
افغانستان کې یو شمېر کونډې د اوږد مهاله مرستو غوښتنه کوي چې له یوه کره ادرس او سیستم له مخې ورته ورکړل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په بلخ کې د امنیتي سرتېري کونډه حسنا چې څه باندې دېرش کاله عمر لري یو کال کېږي چې کونډه شوې او دوه یتیم ماشومان ور پاتې دي.
حسنا وايي، د یوه زوی او لور پالنه ورته ډېر سخته ده ځکه چې کار نه لري.
نوموړې وايي، لومړي سر کې حکومت ورسره یو لکو اتیا زره افغانۍ مرسته کړې خو بیا چا مرسته نه ده ورسره کړې.
د ښځو په برخه کې مدني فعاله حوره سپیڅلې ځینې دې پټو ستونزو ته په اشاره وايي، د افغانستان په شان تړلو ټولنو کې د کونډو ښځو ژوند له نه ژوند سره برابر دی.
دا وايي، دلته له کونډو ښځو حتی خپل ماشومان اخیستل کېږي او د خپلې خوښې ژوند حق نه ور کول کېږي.
افغانستان کې تر ډېره د ښځو وضعیت ښه نه بلل کیږي خو همدا ښځې چې کونډې شي بیا یې اقتصادي او د نورو حقونو له اړخه ستونزې دوه برابره کېږي.
نن د کونډو میرمنو نړیواله ورځ ده چې له دوی سره د مرستو په پار په نوره نړۍ کې لمانځل کېږي.








