نورجهان؛ د مغلو فېمېنسټه ملکه

ملکه نور‌جهان

د عکس سرچینه، PENGUIN

د عکس تشریح، ملکه نور جهان په کندهار کې زېږېدلې وه

‎ملکه نورجهان په اولسمه پېړۍ کې د هند تر ټولو ځواکمنه ملکه وه. هغې د مغلو د سلطنتي لړۍ په اداره کولو کې بې ساری رول ولوباوه.

تاریخ پوه او امریکا کې د اموري پوهنتون استاد روبي لال وايي، د ملکې نورجهان پر مشرتابه اوس خبرې پکار دي.

‎نورجهان په کندهار کې پيدا شوه. نوم یې مهرالنسا پرې کېښود. وروسته بیا مغل پاچا او د دې مېړه جهانګېر د نورجهان نوم پرې کېښود.

هغه د انګلستان له ملکې الزابېت څو لسیزې وړاندې زېږېدلې وه. خو په داسې ځمکه یې حکومت وکړ چې له خپل سیال سلطنته په ځلونو پراخ و او د بېلابېلو قومونو جرړې پکې شنې وې.

‎مغل د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې واکمن شول او ۳۰۰ کاله یې د هند په ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو واکمني کوله. د دوی د سلطنت لړۍ یو له اوږدو لړیو وه چې په هند یې حکومت کاوه.

‎ پاچاهانو او د شاهي کورنۍ ښځو یې له هنر، موسیقۍ او معمارۍ سره جوړه وه. دوی ښایسته ښارونه، کلاوې، جوماتونه او قبرونه جوړ کړل.

نور جهان

د عکس سرچینه، SM MANSOOR

د عکس تشریح، ویل کېږي چې نور جهان به ښکار هم کاوه

‎د نورجهان نوم د یوازینۍ حکمرانې ښځې په توګه د هند، پاکستان او بنګله دېش په فولکورونو کې په ځلونو تر سترګو کېږي.

‎د هند اګره ښار او د پاکستان لاهور ښار، چې د مغل د سلطنت مهم ښارونه وو، د نورجهان ‌‌‌‌‌‌ډېرې کیسې په زړه کې لري، په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول د هغه وخت په اړه کیسې چې دې پاچاهي کوله.

‎زړې ښځې او نارینه، د سیلانیانو لارښوونکي او د تاریخ مینه وال د نورجهان او جهانګېر د مینې کیسې په ډېر خوند کوي.

‎دوی کیسه کوي چې یوه ورځ نورجهان پر پیل ناسته وه. یوه سړي پسې ځناور منډې وهلې، دې ځناور وویشت.

‎نورجهان شاعره وه. ښکار کې یې لاس خلاص و او معمارۍ کې هم له چا کمه نه وه.

د تاج محل طراحي د نورجهان له یوې طرحې په الهام اخیستل شوې وه، ځکه دې غوښتل د خپل مور او پلار قبرونه همداسې جوړ کړي.

نور جهان

د عکس سرچینه، Silver

د عکس تشریح، د سلطنت بر سکو هم د نور جهان نوم لیکل کېده

که څه هم د مینې او زړورتیا په اړه یې ‌‌‌‌‌‌ډېرې کیسې شوې، پر سیاست یې څوک ډېر نه دي غږېدلي. نورجهان ته به ټول ګوته په غاښ وو او په سختو شرایطو کې یې د یوې لویې امپراتورۍ مشري وکړه.

‎نورجهان داسې نړۍ کې واکمنه شوه، چې واک له نارینه و سره و. هغه د یوې سلطنتي کورنۍ غړې وه. د جهانګیر له درباره یې پرمختګ پیل وشو.

پر جهانګېر ګرانه وه. ځېرکه سیاستواله وه او د مېړه په مشوره یې د مغلو د سلطنت واک واخیست.

‎خو په داسې وخت کې چې ښځې په ګرانه یو لوړ مقام ته رسېدلی شوې، نورجهان دا هر څه څنګه وکړل؟

‎د هغې د لویېدو، له جهانګېر سره د ځانګړو اړیکو او لویو خوبونو په اړه د دې شاوخوا ښځې او نارینه ‌‌‌‌‌‌ډېر څه ویلو ته لري.

‎د هند بډایه کلتور کې هغه وخت خلکو ته دا زمینه برابره وه چې د بېلابېلو مذهبونو او عمرونو په پاللو سره هم د یو بل تر څنګ ژوند وکړي.

نور جهان

د عکس سرچینه، COURTESY OF RAMPUR RAZA LIBRARY

د عکس تشریح، نور جهان شاعري کوله او له هنرونو سره یې هم جوړه وه

‎د دې کورنۍ د صفوي پاچاهانو له محدودیتونو تنګه شوه او مغل سلطنت ته یې، چې ‌‌‌‌‌‌ډېر لېبرال و، پناه یوړه.

‎نورجهان د خپلې کورنۍ او هند دستورنو کې را لویه شوه.

په ۱۵۹۴ کې یې د مغلو دولت له یوه چارواکي سره، چې مخکې نظامي افسر و، واده وکړ.

له خپل مېړه سره بنګال ته ولاړه او یوازینی اولاد یې هلته وزېږېد.

‎کله چې د نور جهان مېړه د جهانګېر په وړاندې په یوه دسیسه تورن شو، جهانګېر د بنګال قومندان ته امر وکړ چې اګرې ته یې ور ولي، خو د نورجهان مېړه د بنګال له قومندان سره په شخړه کې مړ شو.

‎نور جهان چې کونډه شوه د جهانګېر دربار ته یې بوتله.

وروسته نورو ښځو باور پرې وکړ او ستایله به یې. نوموړې په ۱۶۱۱ کال کې له جهانګېر سره واده وکړ او د هغه شلمه او وروستۍ مېرمن شوه.

‎که څه هم هغه وخت به د دربار په لیکنو کې د ښځو نوم لږ اخیستل کېده، خو له ۱۶۱۴ وروسته دې لیکنو کې د جهانګېر او نورجهان ځانګړې اړیکې سره یادېږي.

‎جهانګېر ته نورجهان د ستایلو مېرمن وه. با احساسه مشاوره یې بلله. له نورو هوښیاره، ښکار کې ماهره، ډیپلوماټه او په هنر مینه مېرمن یې وه.

‎نورجهان ښکار ته تله. سلطنتي فرمانونه به یې صادرول. سیکې به یې وهلې. عمومي ودانۍ به یې طراحي کولې. له بې سرپناه او محرومو ښځو سره به یې مرسته کوله او دې ټولو ځانګړتیاو د خپل وخت له ټولو ښځو بېله کړې وه.

‎ډېر تاریخ پوهان په دې باور دي چې جهانګېر کمزوریاچا و او تل به نشه و، نو د سلطنت د اداره کولو توان یې نه درلود. په همدې دلیل یې هر څه نورجهان ته وسپارل.

‎خو دا نظر ټول سم نه دی. دا سمه ده چې پاچا به نشه و، تریاک به یې څکول، خو په هغه ښځه له زړه ګرانه وه.

‎خو یوازې ګرانښت هم د دې دلیل نه شي کېدی چې نورجهان دې پاچاهي وکړي. بلکې نورجهان او جهانګېر یو بل بشپړول، او د پاچاهي په چارو کې د هغې ورګډېدل په جهانګېر بد نه لګېدل.

‎له واده لږ وروسته، هغې د ځمکې د کارګرو د ملاتړ لپاره یو فرمان د نورجهان پاچا بېګم په نوم صادر کړ. د همداسې یوه فرمان صادرول دا ښيي چې هغې څومره واک او حاکمیت درلود.

‎په ۱۶۱۷ کال کې د سرو او سپينو زرو پر سکو د جهانګېر له نوم سره یو ځای د نورجهان نوم هم ولیکل شو.

‎او همدې وختونو کې د دربار لیکوالو، بهرنيو ډیپلوماټانو، سوداګرو او لیدونکو د نورجهان پياوړتیا ته پام شو.

‎د دربار یو لیکوال لیکي، په یوه سلطنتي برنډه کې د نورجهان را ښکاره کېدو ټول حېران کړل، ځکه دا برنډه یوازې د نارینه و لپاره وه.

‎خو دا له دودونو د نور جهان د سرغړونې یوازینۍ نښانه نه وه.

‎کله چې جهانګېر ونېول شو، نورجهان د هغه لښکر مشره وه چې دی یې بېرته وژغوره. دې زړورتیا د نورجهان نوم په تاریخ او د خلکو په ذهنونو کې تلپاتې کړ.