د سعودي د ښکلا ملکه

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په سعودي عربستان کې د #سعودي_ښکلا_ملکه هشټګ مینه وال او ګوتنیوونکي وروسته تر هغه ډېر شول، چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د سعودي د ښکلا ملکې ملاک یوسف د عربي هېوادونو د ښکلا ملکې سیالۍ کې د ګډون په پار څرګندونې وکړې.

دا هشټګ په څلورویشتو ساعتونو کې په څه باندې ۵۰ زره ځله راغلی دی.

۲۴ کلنه ملاک یوسف د سعودي د یوې ټولنې له خوا د عربانو د ښکلا ملکې سیالیو ګې ګډون کولو ته نومانده شوې وه.

نوموړې دویمه سعودۍ ده، چې تر ۸ کلونو وروسته یوځل بیا دا ډول سیالیو ته نوماندېږي.

د #سعودي_ښکلا_ملکه هشټګ په اړه غبرګونونه بېلابېل دي: ځینو د هغې دا کار ستایلی، خو نورو بیا د سعودي عربستان لپاره دا یو نامناسب کار بللی دی.

ځینو د ښځو د ښکلا ملکې ټاکلو سیالي جوړول په بشپړ ډول رد کړي دي.

نورو بیا دا کار د روڼ اندۍ نښه بللې چې وايي دا د سعودي عربستان شان او شوکت نه ټیټوي.

ځینو خواله رسنیو کاروونکو پر یادې موضوع ملنډې وهلې دي.

د ښکلا ملکې ټاکلو سیالي د مصر پلازمېنه قاهره کې ترسره شوه.

ملاک یوسف

د عکس سرچینه، Social

د عکس تشریح، ۲۴ کلنه ملاک یوسف د سعودي د یوې ټولنې له خوا د عربانو د ښکلا ملکې سیالیو ګې ګډون کولو ته نومانده شوې وه.

ملاک یوسف وړاندې په "سوپر کیوټ" ننداره کې هم ګډون کړی و، همداشان د "الشباب الیوم" یا (د نن ځوانان) ډرامې پنځمه او شپږمه برخه او د سعودي پر تلوېزیون خپره شوې "کسر شموع" ډرامو کې هم لوبېدلې ده.

سربېره پر دې یې په ګڼو لنډو ناولي فلمونو کې کار کړی.

ځینو فعالانو ویلي، ملاک یوسف د سعودي مېرمنو استازیتوب نه کوي او ان ځینو یې د اصلیت په اړه هم شک ښودلی چې وايي، مور یې مصرۍ ده او پلار یې په اصل کې د یمن و.

خو ملاک یوسف وايي، د سعودي عربستان نجد یوه قبیله کې زیږېدلې او د سعودي عربستان پاسپورټ لري، چې د سعودي په استازیتوب یې د قاهرې د ښکلا ملکې ټاکلو سیالۍ کې ګډون کړی.

ځینې رپوټونه وايي، وروسته تر هغه چې پر هغې نیوکې ډېرې شوې او ډېره وښکنځل شوه، د سیالۍ وروستیو پایلو تر اعلانېدا وړاندې له دې سیالیو لاس پرسر شوه، خو دا رپوټ کومې باوري سرچینې نه دی تایید کړی.

دغې سیالۍ ته له سعودي عربستان نه ۵۰ نجونو ځانونه نومولي وو.

ملاک یوسف

د عکس سرچینه، Social

د عکس تشریح، دغې سیالۍ ته له سعودي عربستان نه ۵۰ نجونو ځانونه نومولي وو.