سعودي مېرمنو ته د موټر سیکل او لارۍ چلولو اجازه هم ور کړه

د عکس سرچینه، Reuters
سعودي عربستان ترافیک قوانینو کې په بدلون را وستلو سره مېرمنو ته اجازه ور کړه چې پر ګاډي سربېره ټپټپی(موټر سیکل) او لارۍ هم چلولی شي.
د دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ترافیکو ریاست وايي، زموږ مېرمنې پر ټپټپي سربېره د لارۍ چلولو اجازه هم لري:
"شاهي فرمان کې روښانه ویل شوي چې د موټروانۍ اړوند قوانین د سړیو او مېرمنو لپاره یو شان شول".
دا ریاست زیاتوي چې د ښځینه موټروانانو لپاره ځانګړي لمبر پلېټونه نه وېشل کېږي، خو په پېښو او یا نورو ترافیک خلاف ورزیو کې ښکېلو مېرمنو ته ځانګړي مرکزونه جوړېږي، چې کارکوونکي به یې هم مېرمنې وي.
د روان کال په سپټمبر کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان په فرمان سره په دغه هېواد کې اول ځل مېرمنو ته د ګاډي چلولو اجازه ور کړل شوه.
د دې فرمان له مخې د بندیزونو لرې کولو اړوند دا حکم د ۲۰۱۸ کال د جون تر ۲۴ هرو مرو پلی کېږي.
په شاهي فرمان کې د ترافیک قوانینو د رغولو لارښونه هم شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
تراوسه سعودي عربستان کې یواځې نارینه د موټرواني لایسنس ترلاسه کولی شي او که کومه مېرمن په عامه ځای کې ګاډی وچلوي، نیول کېږي او د جرمانه کولو وېره یې هم شته.
سعودي عربستان کې مېرمنې د خپل کور د نارینه په اجازه هغه که پلار، ورور یا خاوند وي زدکړه، سفر یا کوم بل کار کولی شي.
خو د پاچا سلمان په واکمنېدلو پسې له سعودیو مېرمنو دا ډول بندیزونه ورو ورو لرې کېږي او د راتلونکي کال تر جون پورې د موټر چلولو او لوبغالو ته د تللو اجازه ور کول کېږي.








