'فېسبوک ته د افغانستان د مخابراتو وزارت خبرداری'

د عکس سرچینه، Shahzad Aryobee
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، د فېسبوک نړیواله شبکه دې د دې هېواد ټولې پالیسۍ ومني او قانون ته یې غاړه کېږدي.
د مخابراتو وزیر شهزاد ګل اریوبي نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، که فېسبوک دا کار ونه کړي نو فعالیتونه به یې په دې هېواد کې بند کړل شي.
هغه دغه ادارې ته شپږ میاشتې وخت ورکړ چې د افغانستان په قوانینو ځان برابر کړي.
اریوبي وايي د دې ټولنیزې شبکې له لارې مېرمنو ته سپکې سپورې، خلکو ته توهین کېږي او د افغان کلتور پر ضد ترې کار اخیستل کېږي، نو باید د فېسبوک اداره په دې برخه کې د افغانستان قانون او پالیسي ته پاملرنه وکړي او هغه څوک چې غواړي له دې شبکې کار واخلي ثبت او راجستر شي.
دغه وزارت وايي د فېسبوک جعلي ایډي ګانې باید بندې شي که نه بندیږي باید "موږ خپل تدابیر ولرو،" ځکه دوی وايي ''په افغانستان کې د فېسبوک پرتله ارامتیا ته ډېره اړتیا ده".
د مخابراتو وزیر وویل دی به خپله د فېسبوک ادارې ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې مکتوب ولېږي چې دې موضوع ته پاملرنه وشي.
خو په افغانستان کې د ټکنېشن ادارې مشر عمر منصور انصاري وايي دغه اداره په ټوله نړۍ کې یو ډول اصول او مقرارات لري، خو دا هم مني چې په افغانستان کې چې ارزښتونه یې له نورې نړۍ سره مختلف دي ځکه نو وخت ناوخت دې هېواد کې فېسبوک تر پوښتنې لاندې راځي.
دی افغان دولت تورنوي چې د غلطې استفادې په وخت کې د ځانکړي زیان د کچې د راکمېدو لپاره اړین تیاری نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images









