د مخابراتو پخوانی وزیر په درې کاله بند محکوم شو

وحیدي

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، ولسمشر محمد اشرف غني یو نیم کال وړاندې د ښاغلي وحیدي دنده ځنډولې وه

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحید نن دوشنبه د اپرېل پر اتمه نېټه د افغان امنیتي کسانو لخوا ونیول شو او زندان ته واستول شو.

د افغانستان لویې څارنوالۍ اعلان کړی چې ښاغلی وحیدي له دې کبله چې د مالیې په وزارت کې د دندې پر مهال یې "له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کړې"، مجرم پېژندل شوی او په درې کلن بند محکوم شوی دی.

دا په دې معنی دا چې نوموړی د اته کاله پخواني جرم په تور نیول شوی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي رسنیو ته ویلي، عبدالرزاق وحیدي دوه میاشتې وړاندې، د دلوې میاشتې پر دویمه نېټه، له درنو جرایمو او اداري فساد سره د مبارزې په لومړنۍ غیابي محکمه کې مجرم بلل شوی و.

ښاغلي وحیدي هغه مهال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې یاده محکمه غیر عادلانه ده.

د لویې څارنوالۍ د مالوماتو له مخې ۷ نور کسان هم، چې ډېر يې دولتي چارواکي دي، په دې قضیه کې په لاس لرلو مجرم پيژندل شوي او محکمې يي د نیولو حکم ورکړی دی.

جمشېد

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي ښاغلی وحیدي د مالیې په وزارت کې د دندې پر مهال "له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کړې

د ښاغلي وحیدي مدافع وکیل محمد فرهنګ هم په خپله فېیسبوک پاڼه لیکلي چې محکمې د ده په نشتون کې سزا اورولي چې د نیولو د حکم لازم شرایط نه لري. د ده په وینا د وحیدي د مجازاتو په اړه قاضیانو یو نظر نه درلود، او له همدې کبله د مخابراتو پخوانی وزیر خپله محکمې ته ولاړ تر څو د پرېکړې په اړه اعتراض وکړي.

کابو یو نیم کال وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مخابراتو او مالوماتي تنکالوژۍ د پخوانی وزیر دنده ځنډولې وه.

د ۲۰۱۸ کال په دسمبر میاشت کې د وزیرانو ځانګړې محکمې له درېیو ناستو وروسته ښاغلی وحیدي بېګناه بللی و او برائت یې اخیستی و.

پر ښاغلي وحیدي تر ټولو مهم تور دا و چې د مخابراتو د تنظیم په اداره "اترا" کې یې ۳۷ بالمقطع کار کوونکو د ګومارنې لپاره ملیونونه افغانۍ وهلې وې.