کندهار کې ایسار اینځر او ابجوشې

اینځر
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي کندهار

په کندهار کې تر انار او انګور را وروسته اینځر او ابجوشې په پراخه کچه حاصلات او په بهر کې ښه مارکېټ لري.

د کندهار دغه پیداوار یوازې پاکستان او هندوستان او په لږ اندازه یو شمېر عربي هیوادونو ته صادریږي.

سږ کال د ابجوشو او اینځرو بیه خپله کندهار کې تر نورو کلونو دوه برابره زیاته شوه او هندي بازارونو کي یې رانیونکي یو څه لږ شول.

دغه ولایت کې هر کال لږ تر لږه ۷۰ زره ټنه اینځر او ابجوشې تولیدیږي، خو نړیوالو مارکیټونو ته د کندهاري سوداګرو د نه لاسرسي له کبله یې ډېره برخه د هند او پاکستان په نومونو بهر ته صادرېږي.

د سوداګرو په خبره د نورو بدیلو مارکیټونو د نشت یا نه لاسرسي له کبله هر کال د دوی اویا سلنه تولیدات پر کور دننه بازارونو کې پاته کېږي.

د کندهار اینځر

په کندهار کې د وچې مېوې د سوداګرو ټولنې مشر حاجي عبدالاحد وایي، افغان حکومت د صادراتو او سوداګرۍ برخه کې یو منظم پلان او کړنلاره نه لري ځکه نو د ده په خبره کاروبار یې اغیزمن شوی دی:

"نامسلکي کسان زموږ کاروبار ته راننوتلي چې هرو دوو دریو میاشتو کې یو دوه درې کسان ډوپه کېږي، حکومت په ۱۲ سوه افغانۍ د سوداګرۍ جواز ور کوي، څوک یې ور نه پوښتنه نه کوي چې ته پوهېږې که نه، پانګه دې څو ده، د زرو روپو شی په ۱۲ سوه رانیسي او بیا یې بهر په اته سوه ور کوي".

دی وايي، بهر ته د مال د نه لېږدېدو له امله له شل زره ټنه ډېر مال(اینځر) ور سره دی پکار و دا مال پنځه زره ټنه وی.

تېر کال له کندهار څه باندې ۳۶ زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې، چې وړم کال دغه شمېر څه باندي ۳۴ زره ټنه وو.

افغان حکومت تېر کال د افغان صادراتو د زیاتوالي لپاره یو شمېر بهرنیو هیوادونو ته هوایي دهلیزونه پرانیستل.

د کندهار سوداګرۍ خونه وایي، تېر کال له دغې لارې یوازې ۲۰۰ ټنه حاصلات له کندهار بهر ته صادر شوي، چې اغیز یې هومره نه وه څرنګه چې تمه کېده.

ابجوشي
د عکس تشریح، ابجوشي له انګورو جوړېږي او بهر کې ډېر منیوال لري.

د دغې خوني مرستیال عبدالباقي بینا په وینا د کندهار ولایت پیداوار کال تر بل زیاتیږي، خو د صادراتو برخه کې لا هم ستونزې شته.

"چابهار سمندري لار ده، خو وچه مېوه په سمندر کې وړلو سره خرابېږي، هغه تورم کوي خپل کیفیت له لاسه ور کوي".

دی وايي، که وچې مېوې ته ځمکنۍ لار پیدا شوه، نړۍ یې غواړي، تر دوبۍ چې ورسېږي هورې ښه مارکېټ لري:

"دا چې لرې نه ځي وجه یې د کرایې ډېروالی دی، که مېوه بازار کې یو ډالر وي او موږ یې کرایه یو نیم ډالر ور کړو، بیا بازار نشي پیدا کولی".

نوموړی په دې برخه کې د لاجورد نوې پرانیستل شوې لارې ته هیله مندي ښيي او وايي، که پر دغه لار اسانتیاوې ډېرې شي او تګ راتګ منظم شي نو د کندهار مېوه نه یوازې د منځنۍ اسیا تر هېوادونو، بلکې ترکیې او له دې لارې اروپايي هېوادونو ته هم رسېږي.