د کندهار انار

انار د لمریز کال د وري په میاشت کې ګلونه غوړوي او بیا د تلې په میاشت کې يې د فصل راټولولو وخت پیلېږي. د انارو باغ لرونکي او سوداګر د دغې مېوې د صادراتو له لارې ميليونونه ډالر ګټه ترلاسه کوي. زموږ همکار مامون دراني له کندهاره د انارو عکسونه رالېږلي دي.

په افغانستان کې د انارو موسم را رسېدلی دی. د کندهار انار په دغه هېواد کې مشهور دي او بهرنيو هېوادونو ته هم صادېرېږي.
د عکس تشریح، په افغانستان کې د انارو موسم را رسېدلی دی. د کندهار انار په دغه هېواد کې مشهور دي او بهرنيو هېوادونو ته هم صادېرېږي.
انار د لمریز کال د وري یا حمل په میاشت کې ګلونه غوړوي او بیا د تلې (میزان) په میاشت کې د فصل را ټولولو وخت يې پیلېږي.
د عکس تشریح، انار د لمریز کال د وري یا حمل په میاشت کې ګلونه غوړوي او بیا د تلې (میزان) په میاشت کې د فصل را ټولولو وخت يې پیلېږي.
د کندهار باغ لرونکي په دې باور دي که د طبیعی افاتو اوناروغیو مخنیوی وشي او په فني ډول د انارو روزنه ترسره شي د کلنيو محصولاتو په برخه کې به يې ښه والی راشي.
د عکس تشریح، د کندهار باغ لرونکي په دې باور دي که د طبیعی افاتو اوناروغیو مخنیوی وشي او په فني ډول د انارو روزنه ترسره شي د کلنيو محصولاتو په برخه کې به يې ښه والی راشي.
کندهار کې سوداګر او باغ لرونکي وايي چې دغه ميوه د کوکنارو يو ښه بديل هم کېدای شي.
د عکس تشریح، کندهار کې سوداګر او باغ لرونکي وايي چې دغه ميوه د کوکنارو يو ښه بديل هم کېدای شي.
د کندهار باغ لرونکي هر کال د انارو له باغونو په منځنۍ ټوګه ۵۰ زره ټنه انار تر لاسه کوي، چې نیمی یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
د عکس تشریح، د کندهار باغ لرونکي هر کال د انارو له باغونو په منځنۍ ټوګه ۵۰ زره ټنه انار تر لاسه کوي، چې نیمی یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
په کندهار کې د انارو له غوړو څخه یو ډول صابون هم جوړېږي، چې ډېری خلک يې خوښوي.
د عکس تشریح، په کندهار کې د انارو له غوړو څخه یو ډول صابون هم جوړېږي، چې ډېری خلک يې خوښوي.
د کندهار د کرنې ریاست د مخکینۍ ارزونې له مخي د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کي پر څه باندي ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه د انارو باغونه شته.
د عکس تشریح، د کندهار د کرنې ریاست د مخکینۍ ارزونې له مخي د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کي پر څه باندي ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه د انارو باغونه شته.
کندهاري سوداګر او باغ لرونکي د دغه مېوې د صادراتو له اړخه هر کال په میلیونونو ډالرو ګټه ترلاسه کوي.
د عکس تشریح، کندهاري سوداګر او باغ لرونکي د دغه مېوې د صادراتو له اړخه هر کال په میلیونونو ډالرو ګټه ترلاسه کوي.
د انار دانه هر کال په ټنونو هند او چین ته د درملو جوړولو په موخه صادرېږي.
د عکس تشریح، د انار دانه هر کال په ټنونو هند او چین ته د درملو جوړولو په موخه صادرېږي.
د کندهار په ارغنداب او خاکريز ولسواليو کې د انارو ډېر باغونه شته.
د عکس تشریح، د کندهار په ارغنداب او خاکريز ولسواليو کې د انارو ډېر باغونه شته.
په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې انار ډېر مشهور دي چې ويل کېږی د ځينو نارغيو په مخنيوي کې هم مهم رول لري.
د عکس تشریح، په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې انار ډېر مشهور دي چې ويل کېږی د ځينو نارغيو په مخنيوي کې هم مهم رول لري.