د کندهار انار، نړیوالو بازارونو ته ناهواره لار

- Author, اسماعیل شهامت
- دنده, بي بي سي
افغانستان د ۲۰۱۷ کال په جون کې هند ته هوایي سوداګري پیل کړه؛ خو لا تراوسه هم د افغانستان او هند اصلي سیال، پاکستان د تازه مېوو لېږد بازار دی. له هند سره د افغانستان هوایي سوداګري د پاکستان اقتصادي محاصرې ماتولو لپاره د کابل له هڅو بللې شوې ده.
کندهار ته زموږ سفر د انارو د موسم پر وخت و. د ارغنداب یوه لوی باغ ته ولاړم. ارغنداب ولسوالي له کندهار ښاره ۲۵ کیلومټره لرې په لویدیځ کې پرته ده. دا ولسوالي د انارو د باغونو اصلي مرکز دی.
اوس د ارغنداب انارو د خپل رود په څېر د افغانستان له پولو بهر ځانته لار جوړه کړې. د باغ په څنډه کې یوه لوی جنراتور له څاه اوبه اېستې. زرګونه ونې، چې څانګې یې د سرو انارو له وجې کږې شوې وې، اوبېدې.
د افغانستان سواګریو خونه: په لومړیو شپږو میاشتو کې د مېوو لېږد ۳۵٪ ډېر شوی.
د سواګریو خونو مرستیال، خان جان الکوزی وایي، افغانستان د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۵زره ټنه تازه مېوې صادر کړې. دا شمېر د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي. اټکل کېږي چې دا شمېر د کال تر پایه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسېږي.
تېر کال افغانستان ۱۴۰زره ټنه مېوې بهر ته لېږلې وې.
په کندهار کې تر اوسه هم باغواني دودیزه بڼه لري او باغوانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ارغنداب یو باغوان، حکمت وايي، هر کال د مېوو لویه برخه له منځه ځي:
"د باغ ۵۰٪ انار بازار ته د وړاندې کېدو وړ دي، هغه هم د همدې بزګرو په مرسته. پاتې ۵۰٪ نور له دې امله خرابېږي چې د کرنې ریاست راسره مرسته نه کوي".
دی وايي: "وړاندې تر دې مو د کرنیزې ودې بانک درلود چې د طالبانو د واکمنۍ تر وروستیو فعال و. دا بانک د کرنې په برخه کې ډېر ګټور تمام شوی و؛ خو له بده مرغه د ښاغلي کرزي (پخوانی ولسمشر) تر راتګ وروسته له منځه ولاړ. اوس هغه سیسټم نشته چې باغوانانو ته به یې روزنه ورکوه چې څنګه او څه وخت خپل باغونه دواپاشي کړي."
ښاغلی بینا وایي، افغانستان یوازې یو د انګورو بازار لري او هغه هم پاکستان دی.
د کندهار د سواګریزو خونو مرستیال وایي چې ۶۰ سلنه تازه مېوې له کندهار صادرېږي او هوايي دهلیز په یوازې ځان د صادراتو ستونزه نه شي حلولی.
"که د کندهار انګور د هوا له لارې صادر کړو، پر هره کیلو یې یو ډالر یا شل سنټه خرچه راځي. چې په دې توګه، د انګور له بیې یې کرایه ډېرېږي. د همدې ستونزې له امله مېوې نړیوالو بازارونو ته نه رسېږي."
دی وايي، باغوانان انګورونه په پنځوسو کلونو پخوانیو کرېټونو کې راټولوي، چې ژر یې د پاکستان بازار ته ورسوي؛ خو انګور په تودې هوا کې ژر خرابېږي او د دواړو هېوادونو تر منځ درېدل دوی سخت زیانمنوي.
د سواګریزو خونو مرستیال وایي، د کندهار انار هم ښه ورځ نه لري. د ښاغلي بینا پر وینا د کندهار نیمايي انار خرابېږي. دې ستونزې ته د ښاغلي بینا وړاندیز دا دی چې د مېوو اوبو او رب کارخونې جوړې شي، تر څو د کندهار انار ضایع نه شي.
ښاغلی بینا وايي: "له بده مرغه موږ یوازې د انار له اوبو ګټه اخلو. له پوټکي او دانو یې ګټه نه اخلو. په دارو او خوراکي توکو کې هم ترې کار نه اخلو."
له دې ټولو سره، د یخچال لرونکو موټرونو په راتګ سره د کندهار تازه مېوو لېږد رالېږد ښه شوی. دوه یخچال لرونکي موټرونه تېر کال کندهار ته راوړل شول او سږکال د دې موټرونو شمېر ۴۰ ته ورسېد. ښاغلی بینا وایي چې پام کې لري راتلونکی کال د یخچالي لېږد رالېږد یوه شبکه جوړه کړي.
د هېواد د لومړیو شپږو میاشتو صادراتو بیه ۴۰۰ میلیون وه چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۳۵٪ زیاتوالی ښيي.
هغه هېواد ته چې سوداګریزې چارې یې نابرابرې دي، د صادراتو زیاتوالی یو ښه زیری دی.
تازه مېوې د افغانستان د صادراتو مهمه برخه جوړوي چې له ۶۰۰ میلیون ډالرو، کابو ۵۹۰ میلیون ډالره یې د مېوو دي.
د افغانستان د وارداتو بیه په کال کې ۷ میلیارده ډالره ده.
د مېوې سوداګرۍ کې څو ګامه مخکې
که څه هم افغانستان کې د بڼوالۍ معیاري کېدو لپاره یوڅه هڅې شوې، خو د مېوو د پروسسولو، بسته بندۍ او هوايي دهلېزونو ته یې د لېږد معیاري کېدو کارونه لاهم ډېرو هڅو ته اړتیا لري.

سعدالدین سعید یو له هغو افغان سوداګرو دی چې اته میلیون ډالر یې کندهار کې د مېوې بسته بندۍ برخه کې پانګونه کړې ده:
"له کندهاره څلور او له کابله تر پنځلسو پورې الوتنې هند ته لرو. هند کې د مېوې لپاره ښه بازار لرو. خو ستونزه په بسته بندۍ کې ده. تولید تجارتي شي. اوسنی تولید معیاري نه دی. اوس لګښت ډېرا و عاید کم دی. بڼوال اړ دي چې خپلې مېوې په لوړه بیه خرڅې کړي، خو مشتري نه لري."
ښاغلی سعید زیاتوي، افغان سوداګر د اروپا مېوو بازارونو ته جوازلیکونه نه لري. د افغانستان د صادراي مېوې د معیار د ټیټوالي له کبله دبۍ او بنګله دېش کې خرڅېږي. له دبۍ سره هوايي دهلیز پلان شوی، خو دبۍ کې د افغانستان مېوه بازار نه لري:
"یوازې هندوستان کې بازار لرو، دبۍ او نورو ځایونو کې د سیالۍ توان نه لرو. د ایران، مصر، ترکیې او یمن په څېر سیالان په سیمه کې واکمن دي، چې موږ سیالي نه شو ورسره کولی. له ترکیې او مصر نه انار ډېر ارزانه راځي."
په ورته وخت کې، ښاغلی سعید د هوايي دهلېز پرانیستل کافي نه بولي، خو غواړي د پاکتسان یا ایران له لارې بهر ته د افغان صادراتي مېوو لارې چارې ولټول شي.
"هوايي دهلیز باید تر څو کلونو کار وکړي؛ لار ډاډمنه نه ده."

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د کندهار کرنیز پراختیايي بانک پر نوي کولو ټینګار کوي.