کندهار کې د جګړو ویجاړۍ د ابادۍ پر لور

- Author, اسماعیل شهامت
- دنده, بي بي سي
تر څو کلونو وړاندې کندهار د خونړیو جګړو مرکز و. طالبانو ډېر کوښښ وکړ چې دا ښار یو ځل بیا د خپلې واکمنۍ پر سیمې بدل کړي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کندهار یوازې څو کوچنۍ ودانۍ، واړه سړکونه، تنګې او ککړې کوڅې درلودې.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د جګړې دوام او تاوتریخوالو، د ښار پرمختګ او ودې ته زمینه سخته کړې وه.
د تېرو څو کلونو له ارامۍ سره، اوس د کندهار څېره بده شوې، کوم څه چې د سفر پر مهال زما پام ځانته واړاوه، هغه د ښار پراخه بیاجوړونه وه.
د کابل تر هوایي ډګر وروسته، دویم لوی هوایي ډګر د کندهار دی.
کله چې په هوایي ډګر کې د امریکا په مشرۍ، د نړیوالو ائتلافي ځواکونو له نظامې الوتکې راښکته شوم، د تاریخ هغه وخت را یاد شو چې امریکایانو په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د کندهار په هوایي ډګر کې یې د کالیو ترانزیتي مرکز جوړ کړی و.
ځینې کسان دا کار د امریکایانو نظامي ګټه اخیستنه بولي او وایي چې له امله یې د پخوانۍ شوروي اتحاد او امریکا تر منځ جګړه پیل شوه؛ خو پر افغانستان د سره شوروي تر یرغل وروسته دا هوایي ډګر په ۱۹۷۹ کې د شوروي پوځ لخوا ونیول شو. دا ډګر هغه وخت د روسیې د جګریزو الوتکو پر سیمه بدل شو. له هماغه راهیسې له دې ډګره د ملکي کارونې پر ځای تر ډېره نظامي ګټه اخیستل کېږي.
د ښار سرپتی بازار
له هوایي ډګره تر وتلو وروسته، پر لوی سړک روان شوم، په ډېرو کمو سیمو کې د جګړو پخوانۍ نښې تر سترګو کېدې. هغه کوچنۍ لار اوس په لویې لارې بدله شوې وه، چې د ښار ښکلا یې لا ډېره کړې وه.
د ښار دننه هم سړکونه او څلور لارې جوړې شوې او پر ډېریو نورو یې کار روان دی.
د سړکونو له لویېدو سره ډېرۍ پخوانۍ ودانۍ لرې شوې، خو بیا د ځینو کورونو او پلورنځیو ورانې برخې تر سترګو کېږي.

د دې منظرو په لیدو دا پوښتنه پیدا شوه چې د لویو پروژو په پلې کېدو به د ښار تاریخي ودانۍ له منځه لاړې شي؟
دې اندېښنې اړ کړو چې ځینو پخوانیو سیمو لکه، د چهارسو بازار، د ښار سرپټي بازار او د حلبي سازۍ بازار ته لاړ شو.
د "احمد شاهي" بازار په سیمه کې مې اسدالله شریفي ولید. دې کس اویا کاله د سیمې خوږې، ترخې تجربه کړې وې.
ښاغلی شریفي چې د یوه پخواني کور له لویې او درنې لرګینې دروازې راوته، وویل چې په پام کې ده کور یې ونړول شي.
ده وویل: "دا تاریخي سیمه ده. تاریخي سیمې یې له منځه یوړې. دا بازار هم خراب شو. نقشه یې راغلې. دوی پرېکړه کړې چې د مبارکې خرقې پارک جوړ کړي. د نقشې له مخې دا کور هم خرابوي."

ځینې نور اوسېدونکي هم پر دې اندېښمن وو چې له تېرې تاریخي دورې سره د ښار اړیکه پرې نه شي.
دې اندېښنو ته د کندهار ښاروال، روشن ولسمل ځواب دا و: "ټولې هغه جوړونې چې دلته کېږي، په معیاري توګه د هېواد د پخوانیو ابداتو، فرهنګي او تاریخي میراثونو په پام کې نیولو سره کېږي. موږ چې هر سړک او کوڅه پراخوو د ښاري ودې پر بنسټ یې کوو او ټول د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په مشورې او همغږۍ دي."
خو د کندهار ښاروالي ناچاره ده چې ښار ودان کړي. د افغانستان تر پلازمېنې کابل وروسته، کندهار دویم ګڼ مېشتی ښار دی.
د دې ښار له درېیو میلیونو وګړو، کابو دوه میلیونه یې په ښار کې استوګن دي.
که څه هم په تېرو کلونو کې د کندهار نوم تر ډېره له طالبانو او جګړو سره تړلی و، خو اوس د نورو ولایتونو اصلي اوسېدونکي لکه، کندز، فراه، نیمروز، زابل، اورزګان او هلمند هم دې ښار کې اوسېدو ته زړه ښه کړی.
کندهار ۱۵ ښاري ناحیې لري او ښاروالي په پام کې لري چې په راتلونکې کې یې پر ۱۸ ناحیو ووېشي.
د کندهار ښار د ټولیزې ودې طرحه "ساساکي" شرکت ته سپارل شوې. ساساکي یو نړیوال شرکت دی چې د ښار د نقشو په طرحه کې فعالیت لري.

د کندهار ټولیزه طرحه په ۱۹۷۰ کال کې جوړه شوه. د کندهار ښاروال په وینا، دا ماسټر پلان د معیاري ښار هېڅ ځانګړتیاوې نه لري: "اقتصادي پرمختګ، ښاري وده، د ښاري او حکومتوالي چارو اړوند مسایل، د اوبو او کانالیزاسیون مسایل، لېږد رالېږد او ټرافیک په کې نشته."
خو کوم شي چې د ښار څېره بدله کړې هغه عینو مېنه ده چې د افغانستان په کچه له لویو معیاري مېنو دی. د ښار په شمال کې دې ښکلې سیمې یوه ازاده فضا رامنځته کړې، چې اوس ډېری ښځې د موټرونو پر اشترنګ، هوټلونو او لویو پلورنځیو کې لیدل کېږي.
د کندهار په شپو کې د ژوند شور
عینو مېنه د پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال جوړ شو. په دې وروستیو کې دا مېنه د اوسني ولسمشر اشرف غني او حامد کرزي د کورنۍ ترمنځ د شخړو پر سیمه بدله شوې.
افغان ولسمشر سترې محکمې ته فرمان ورکړی چې له نورو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ د کندهار عینو مېنې ټول قانوني او فني پړاوونه وڅاري او د ۴۵ ورځو په ترڅ کې دې د دې څارنې پایلې اعلان کړي.
د پخواني ولسمشر ورور او د عینو مېنې مالک، محمود کرزي نوموړي فرمان په غبرګون ویلي چې د عینو مېنې د جوړونې ټول پړاوونه قانوني دي.

اشرف البلاد
د کندهار پخوانیو او نویو ودانیو ښار ته نوې څېره ور بښلې.
د افغانستان تر ټولو لوی جامع جومات د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ښار د پخوانۍ سینما پر ځای جوړ کړ چې اوس د هېواد له ښکلو جوماتونو دی.
کندهار ښار د نادر افشار ځواکونو او د احمدشاه ابدالي له جګړې وروسته رامنځته شو. احمدشاه ابدالي په ۱۷۵۳میلادي کال کې د شاهي نوم تر ګټلو وروسته کندهار ښار جوړ کړ، پر هغه یې احمد شاهي نوم کېښود او د اشرف البلاد لقب یې ورکړ چې دې لړۍ د شلمۍ پېړۍ تر لومړیو دوام وکړ.
تر هغه وروسته کندهار د افغانستان د لویو معاصرو سیاسي بدلونونو مرکز و، اوس بیا مخ پر وړاندې روان دی چې خپله پخواني لویي لاسته راوړي.
کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې ښکلي تفرېح ځایونه لري. د ارغنداب له روده نیولې د میرویس مېنې تر پارکه ټول د خلکو د ښو شېبو تېرولو سیمې دي چې د پخوا په پرتله په کې د باروتو دود او بوی کم احساسېږي.












