د افغانستان یوه ستره فابریکه، خو پانګونه یې د پاکستان

- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
که څه هم سیاست د افغانستان او پاکستان پر اړیکو سیوری غوړولی، خو اقتصاد ښایي لاهم د د دواړو هېوادنو ترمنځ د همکارۍ ګډ ټکي وي .
کابل اوس اوس د یوې تر ټولو لویې نساجي فابریکه چارې پاکستانیانو ته سپارلې .
د عامه ساتنې د ځواکونو مېشتېدل .ددغې فابریکې تولیداتو د څو کلونو لپاره د افغان پوځ د اړتیاوو لویه برخه پوره کوله .
دا نساجي فابریکه د کندهار ښار په ختیځ څنډه کې د کابل - کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د ایران په مرسته جوړه شوې ده .
ددغې فابریکې لوی لوی هنګرونه او څنګ ته یې یو ډول ګنبذي کورونه، چې ددغې فابریکې د کارګرو او مشرانو لپاره جوړ شوي، د هر تېریدونکي کس پام ځانته اړوي .
د فابریکې بنسټ په ۱۳۵۵ کال کي د سردار محمد داود خان له خوا کېښودل شو. په ۱۳۵۸ کال کې یې تولید پیل او هر کال یې ۴۰میلیون متره ټوکران تولیدول.
دغه لویه فابریکه د ایران په مالي مرسته جوړه او ماشینونه یې د شوروي او لوېديځ آلمان نه راوړل شوي دي.
له څو کلونو راهیسې ډالرو د حکومت د میلیونونو ډالرو دغه شتمني په تیارو کې ډوبه او تر خاورو لاندې ده .
اوه - ته لارۍ نخ پاکستان ته لېږدول کېدل
د کندهار د نساجي د مشر محمد نسیم سروري په خبره دغه فابریکه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال وروستۍ سلګۍ وهلې :
" تر ټولو لوی زیان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دغې فابریکې ته ورسېد، کله به چې وسایل له کاره لوېدل هغه به بېرته نه جوړېدل د نورو ماشینونو روغې پرزې به یې ایستلې او د خرابو پرځای به یې ځای پر ځای کولې او هره اونۍ به یې له اووه نه تر اتو لاریو پورې نخ د پاکستان (کراچۍ) ښار ته لېږدول ."
ددغې فابریکې شاوخوا ۴۰ سلنه ماشینونه او دستګاوې پرته له دې، چې ترې کار واخیستل شي او تولید وکړي تر خاور لاندې له کاره ولوېدل .
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په لومړۍ دوره کې دغه فابریکې یو ځل بیا فعالیت پیل کړی او ددې جوګه وه، چې د پوځ یوه اندازه اړتیاوې پوره کړي، خو دغه چارې ډېر عمر دوام و نه کړ او د ښاغلي کرزي د لومړۍ دورې د پایته رسېدو نه مخکې ماشینونه بند شول، چې لاهم همداسې پاتې دي .
۷۵ کلن محمد علي په ۱۳۵۷ کال کې، چې لا ځوان و، د افغانستان د شمال مزار شریف څخه دغې فابریکې ته را تبدیل شو او اوس د هغې فابریکې ساتنه کوي، چې له څو کلونو راهیسې یې ماشینونه په ټپه درېدلي:
" د داود خان د واکمنۍ پرمهال دغه فابریکه جوړه شوه، د کورنیو جګړو پرمهال یې کار په ټپه ولاړ و، د پخواني ولسمشر کرزي په اوله دوره کې یو ځل بیا یې تولید پیل کړی، خو د همدې دورې تر پایته رسېدو مخکې بنده شوه ."

محمد علي، چې په خپلو لاسونه د ماشینونو له څنډو پرېوتلې دوړې پاکوي، ددغه کارځای د لنډ عمر او د بندیدو پر اصلي لاملونو راته غږېږي:
"د توکو د تولید لپاره دوراني پانګه نه وه، هغه نخي او پشمي ټوټې، چې دلته جوړیدلې کیفیت له بهر نه د واردېدونکو ټوټو په پرتله ښه نه و ځکه په فابریکه کې شته ټکنالوژي (ماشینونه) د څو لسیزو مخکې دي او د جوړېدونکو ټوکرانو بر (سور) یوازې ۱۰۸ سانتي و ."
د اوسنیو ټوکرانو سور له ۱-۵۰ نه نیولې تر ۲ مترو پورې دی، دغه څه ددې لامل شو، چې پوځ خپل تړون لغوه او تر نیمایي ډېر تولید شوي ټوکر پاتې شي.د کندهار د نساجي فابریکې مشر نسیم سروري، ددغه کارځای روښانه تصویر راښيي :
"د نساجي فابریکې مخکیني مشر انجنیر محسن د ۱۲٫۵ میلیون افغانۍ دوراني شتمنۍ سره دغه فابریکه بیا ځل فعاله کړي خو تر ۱۳۸۴ کال پورې دغه پیسې یوازې د کارګرو د میاشتنۍ تنخوا برخه کې مصرف شوې. هغه د کورنیو چارو وزارت سره هم قرارداد وکړي خو بیرته همداسې پاتې شو ."
د ښاغلي سروري په خبره ستونزه د بازار موندنې برخه کې وه، ځکه نو د ۷۰ ټنه نخ تولید او د کارګرو د ۱۸ میاشتو معاش دغه کارځای د ستونزو سره مخ کړي .
اوسمهال ددغه فابریکې پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د برېښنا او بودیجې نشتون ، د فابریکې د ماشینونو پخوانی سیسټم دی. ښاغلي سروري وایي د تولید ماشینونه اوس کوچني، لګښت یې کم او د تولید کچه یې خورا زیاته ده ځکه نو ددغه فابریکې بیا فعالول حکومت ته ګټه نه کوي .
ښاغلي سروري وایي "دغه برخه پنځه ډوله پټوان تولیدوي، د خوب کمپلې جوړوي او یوازې ۲۰۰ کارګرو ته اړتیا لري، چې دغه ټوله یوازې په همدې یوه هنګر (سالون) کې دي."
پاکستانیانو ته د کندهار نساجي سپارل
افغانان د خپل دغه جنوبي ګاونډي پر وړاندې خورا ژور حساسیت لري. ګڼ په دې باور دي، چې افغانستان کې د ستونزو اصلي جرړه همدا ګاونډی هېواد دی.
افغانان د هېواد د څو لسیزو جګړو تر ټولو لوی لامل پاکستان یادوي او اسلام آباد د ترهګرۍ او ترهګرو په ملاتړ تورنوي .
که څه هم په تېره څه باندې یوه لسیزه کې ګڼ پاکستانيان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په خصوصي شرکتونو کې په کار بوخت وو، خو همدا اوس اوس افغان حکومت د یوې دولتي فابریکې چارې پاکستان ته سپارلې دي.
د کندهار د نساجي فابریکې مشر له دغه تړون نه ناخوښی دی او وایي چې :

" پاکستاني اړخ ته یې ددې فابریکې ۵۱ سلنه ونډه ورکړې او موږ ته یې یوازې ۴۹ سلنه دا په دې مانا، چې ټول واک به د پاکستاني اړخ وي، د پاکستانیانو دوو پلاوو دلته ۲۰ شپې تېرې کړې، د دواړو کارځایونو ارزونه مو وکړه ټول مالومات مو په لیکلي ډول ورکړل او ولاړل، اوس یې دغه فابریکه په اجاره اخیستي او غواړي، چې بېرته یې فعاله کړي او ښایي موږ (د کارځای افغان کارګر)، چې شمېر مو ۱۴ تنه دی پر کور کښېنوي. "
په کورنیو جګړو کې د افغانستان ګڼو تولیدي فابریکو دروند زیان لیدلی، چې تر بلې هرې برخې نساجي فابریکې زیاتې اغېزمنې شوې، د افغانستان د څرخي پله، پلخمري، جبل السراج، ګلبهار او بګرامي نساجي فابريکې د کندهار نساجي فابریکې ته ورته حالت کې دي.
ښایي حکومت نور نه غواړي دغه لګښتي لرونکي او زاړه ماشینونه بېرته د تولید لپاره چمتو کړي.










