کندهار؛ سوېل کې د نجونو زدکړو مخکښ ولایت

- Author, اسماعیل شهامت
- دنده, بي بي سي
د افغانستان سوېلي کندهار ولایت په ښوونځیو کې نژدې ۸۰ زره نجونې درس وايي. دوې لسیزې وړاندې کندهار د سخت دریځي رژیم مرکز ګڼل کېده، چې نجونې یې په ټول هېواد کې له زده کړو بې برخې کړې وې.
اوس دغه ولایت په سوېل کې د نجونو د زدکړو مخکښ ولایت ګڼل بلل کېږي.
د هېواد په سوېل کې د غزني ولایت له ځینو ولسوالیو پرته، د افغانستان ډېری سیمې د شاته پاتې دودونو په اسارت کې دي. د لوړ عمر د نجونو زدکړو ته زړه ښه کول یوه لویه ستونزه ده.
کندهار ته مې د خپل لس ورځني سفر پرمهال د نجونو تعلیم په اړه رپوټ ورکول لومړیتوب و.
د ګهیځ شاوخوا اوه بجې دي. د ښار په یوه لوی واټ کې د نجونو د لېسې زده کوونکو یوه لویه ډله راغله.
د ښوونځي په یونیفورم کې د نجونو دا سېل یوه ښکلې صحنه جوړوي، دوی په واټ کې ښوونځي ته پلي روانې دي.
یوه بله ډله بیا د سړک بلې غاړې ته تېرېږي.


د زدکوونکو پروړاندې د چلوونکو درناوی او دوی ته موټر درول هم د ستاینې وړ خبره ده.
ملالۍ لېسه؛ د سلګونو نجونو د زده کړې ځای
د ښوونځي د تفریح له زنګ وهل کېدو شېبې وړاندې د لېسې له مدیرې سره مو ټولګیو ته سر ورښکاره کړ او له زدکوونکو سره مو د زړه خواله وکړل. په سترګو کې یې د روښانه تحصيلي راتلونکي نښې معلومېدې.
د نهم ټولګي حافظه له هغو نجونو ده چې په جدیت سره وايي، د خپل سبا لپاره نخچه لري، خو د خپلو زرګونو همځولو نجونو په څېر د خپل برخلیک په اړه زړه - نازړه ده. هغې کوزده کړې.
دا وايي: "غواړم او فکر کوم دوولسم ټولګی پای ته رسولی شم. کورنۍ مې هم اجازه راکوي. له فارغېدا وروسته غواړم پوهنتون ولولم او خپل هېواد ته خدمت وکړم."
کله چې د تفریح زنګ ووهل شو، د پروانې په څېر زدکوونکو له خوښیو ټوپونه اچول. د لېسې انګړ له نجونو ډک ښکارېده او د راتلونکي درس لپاره یې خپل ذهنونه تازه کول.
خو لاهم په کندهار کې په کور د ناستو سلګونو نجونو لپاره د ښوونځي د تفریح زنګ ناشنا ښکاري، او ځینو ته به یوه خاطره وریادوي، ځکه د ځینو نجونو د زدکړو وخت شاید د همدغو ټولګیو تر ختمولو وروسته پای ته ورسېږي.
د ملالۍ لېسې مدیره اناهیتا رحیمي وايي، لوړو ټولګیو ته د نجونو په ورتګ سره، ورو - ورو د دوی شمېر په کمېدو وي:
"همدا شېبه د واده یو کارت راغلی، سبا ته د دوولسم ټولګي د یوې زدکوونکې واده دی. اونۍ وړاندې د دې ښوونځي درو زدکوونکو ودونه وکړل او ولاړې. دوی نور درس ته دوام نه ورکوي."
د کندهاریو نجونو د پوهنې ستونزې
طالبان هغه سخت دریځه ډله وه چې په ۹۰ مې میلادي لسیزې کې یې په افغانستان کې خپل قانون پلي کړی و چې پایله کې د نجونو زدکړه خوب او خیال ګرځېدلي وو.
په ۲۰۰۱ م کال کې د دغه رژیم دغې له ړنګېدو وروسته د کندهار خلکو هم د نورو افغانانو په څېر د پوهنې په بهیر کې ګام کېښود.
د تېرو ۱۶ کلونو په اوږدو کې دغه ولایت د پوهنې برخه پاموړ پرمختګ کړی.
په ۲۰۰۲ کال کې شاخوا ۵۰۰ نجونې ښوونځیو ته لاړې چې د فارغینو شمېر یې له ۱۰۰ نه ډېر نه و.
په ۲۰۱۶ کال کې ۱۱۷۰۰نجونې ښوونځې ته لاړې او د فارغیونو شمېر یې ۶۵۰ ته ورسېد.
د کندهار د پوهنې ریس عبدالقهار پیوستون وایي: په نوې کال کې به ۴۰ زره زده کوونکې د کندهار ښوونځيو ته راشي چې له دغه زده کوونکو به ۱۴ زره یې نجونې یې.


نوموړې زیاته کړه چې "په نوې کال کې به ۱۴ زره زدکوونکې نجونې یې چې د ۱۲ ټولګېو د زده کوونکو د فارغینو شمېر به ۷۰۰ ته ورسېږي."
اوس مهال ۲۷۱ زره زدکوونکې په ټول کندهار کې په زده کړو بوخت دي چې د یادې شمېرې له مخې ۸۰ زره یې نجونې دي.
خو د کندهار ځينې دودیزې ستونزې بیا د نجونو پوهنې ته خنډ دروي.
د کندهار د پوهنې د ریس په وینا، په ولسوالیو کې اوس هم نجونو د زدکړې په برخه کې ګڼ شمیر ستونزې لري چې له امله په تېرو ۱۶ کلو کې د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې تر اوسه هم نجونې د زدکړې له بهیره بې برخې دي.
ویل کېږي د د غه ولایت دوې ولسوالۍ (دامان او ډنډ) چې مرکز ته نژدې دي سږکال به ځینې فارغینې ولري.
کندهار پوهنتون
په تېر کې کندهارۍ نجونې کابل پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره تللې چې ځینې یې لوړپوړې حکومتي دندنې هم لرلې. خو اوس د کندهار پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ پر یوې هیلې بدل شوی.

څو کاله وړاندې د کندهار دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو په ورتګ د پوهنتونونو فضا رنګینه وه.
د پوهنتوني استادۍ ته د ښځو رسېدل هم ددې لامل شوي وو چې د نجونو پروړاندې حساسیت راټیټ کړي.
ذکیه حنیف د کندهار پوهنتون دویمه استاده ده. دا وايي، درې کاله یې د نارینه وو په تریخو کنایو خپل غوږونه کاڼه اچولي وو او مقاومت یې کاوه:
"لومړی ځل مې پښتنه ټولنه کې دا جادو مات کړ، دا مې تر ټولو ګران کار و، چې ښايي هېڅ پرې نه یم ستایل شوې، خو زه له اقتصادي پلوه اړ وم دا کار وکړم".
اوس کندهارۍ نجونې پوهنتون ته تر فارغېدو پورې ځي او په ښار کې د زدکړو مرکزونو د ښار څو کاله مخکې انځور بدل کړی دی.
ایله څو اونۍ وړاندې، له کندهار پوهنتون نه څه باندې پنځوس نجونې فارغې شوې چې د خپلوانو او کورنیو په خوښیو یې د فراغت جشن هم ولمانځه.
اوس د کندهار له پوهنتونونو څه باندې ۱۵۰۰ نجونې همدې ورځې ته د رسېدو په تمه دي او غواړي، چې دغه هیلې یې نیمګړې نه شي.










