د کندهار جنګ ځپلو سيمو ښوونځي
کندهار کې چارواکي وايي په يو شمېر هغو ولسواليو کې يې ښوونځي پرانيستي چې په تېرو څو کلونو کې د ناامنيو له امله تړلي وو.
په ځينو نورو ولسواليو کې لا هم ښوونځي بند دي.
جنګ جګړو د افغانستان مرکزي او جنوبي سيمو پوهنې ډګر ته ژور تاوان رسولی دی.
مامون درانى د کندهار يوه نوي پرانيستل شوي، ښوونځي ته ورغلى او وايي لا هم ډېر کار په مخ کې شته.