"طالبانو کندوز کې لسګونه افغان پوځیان وژلي"

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې حال کې چې نن روسیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو او وسله والو طالبانو تر منځ خبرې کېږي، وسله والو طالبانو په کندوز ولایت کې یوه تازه برید کې لسګونو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده.
کندوز کې امنیتي چارواکي وايي، وسله والو تېره شپه نژدې یوه بجه د کندوز ښار په څنډو کې د محلي پولیسو او افغان پوځ پر یو شمېر پوستو بریدونه کړي دي.
د کندوز پولیسو ویاند انعام الله رحماني بي بي سي ته وویل، دغه برید کې د امنیتي کسانو ته تلفات اوښتي دي، خو نوموړي کره شمېرې یادې نه کړې.
ښاغلی رحماني وايي، د وسله والو برید په شا تمبول شوی دی.
د نوموړي په وینا پېښه کې ۱۸ بریدګر وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. خو یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل، دغه برید کې د افغان امنیتي ځواکونو له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغې سرچینې په وینا برید کې د محلي پولیسو درې او د افغان پوځ ۱۶ کسان وژل شوي دي، اووه محلي پولیس او ۱۸ پوځیان ټپیان شوي دي.
دغه راز وسله والو طالبانو تېره شپه په مرکزي بغلان سیمه کې یوه برید کې ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې. چارواکو تایید کړې چې دغه بریدونه جر خشک سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو شوي دي.
د بغلان والي عبدالحی نعمتي بي بي سي ته وویل، بریدونو کې د محلي پولیسو ۱۱ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، کندوز او بغلان کې یې د افغان امنیتي ځواکونو له ۴۰ ډېر کسان وژلي دي.











