طالبان د ۲۰ او حکومت د ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

وسلوال طالبان د افغانستان شمال کې د بغلان ولایت مرکز پل خمري کې د شلو سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

ځايي يچارواکي مني چې پر دوو پوستو د وسلوالو طالبانو په برید کې لس افغان سرتېري وژل شوي دي.

د بغلان والي عبدالحۍ نعمتي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې وسلوالوطالبانو تېره شپه د جنورۍ پر ۳ د پلخمرۍ ښار په دریمه ناحیه کې دا برید کړی دی.

د هغه په خبره، په برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه لري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولې اعلامیه کې وايي، چې په دې برید کې د دوی یو وسلوال وژل شوی دی.

دا ډله وايي، چې په برید کې یې د افغان ځواکونو پوسته نیولې ده او درې موټر او سپکه درنه وسله یې هم ولجه کړې ده.

وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ بغلان کې ډېرې نښتې شوې دي.

وسلوالو طالبانو څو ځلې د دغه ولایت د ولسوالیو واک خپل کړ.