بغلان: د طالبانو برید کې د "لسګونو افغان سرتېرو" د مرګژوبلې ادعا

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د افغانستان په شمال بغلان ولایت کې د افغان ملي ځواکونو پر یوې اډې او دوو پوستو د طالبانو د برید له امله یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د ولایتي شورا غړي اسدالله شهباز بي بي سي ته ویلي، طالبانو تېره شپه په علاوالدین سیمه کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید کړی چې د ملي اردو ۴۰ سرتېري او پولیس یې وژلي دي.
افغان امنیتي چارواکي په بغلان کې پر افغان ځواکونو د طالبانو برید تاییدوي خو د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه وايي.
د بغلان ولایت ویاند محمود حقمل بي بي سي ته وویل، د علاوالدین او منګل اب په ځینو سیمو کې "د خرپ او ترپ" جګړه روانه ده.
هغه وویل، دواړو لوریو ته ځاني زیان اوښتی، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
طالبانو ادعا کړې چې په علاوالدین سیمه کې یې یوه پوځي اډه او څو پوستې نیولي، لسګونه افغان سرتېري یې وژلي او یوه اندازه وسله او تجهیزات هم په لاس ورغلي دي.
د بغلان و ولایتي شورا غړي اسدالله شهباز په خبره، د علاوالدین سیمه ډېر ستراتېژیک اهمیت لري.
هغه زیاته کړه دغه سیمه لوړه ده او که د طالبانو لاس ته ولوېږي، نورې سیمې به یې تر څار لاندې شي.
د نوموړي په باور، طالبان کولی شي یاده سیمه د کندوز د چاردرې او مرکزي بغلان د ډنډغوري ولسوالیو ترمنځ د ارتباطي پول په توګه وکاروي.
پر غزني برید
وسله والو طالبانو په تېرو څو اونیو کې د هېواد بېلابېلو برخو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او حکومتي بنسټونو بریدونه ډېر کړي.
له تېرو پنځو ورځو راهیسې پر غزني ښار د سلګونو وسله والو طالبانو د برید پایله کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عکس سرچینه، SHAHHUSSAIN MURTAZAWI/FACEBOOK
افغان امنیتي چارواکي او د غزني ځینې اوسېدونکي وايي، د چارشنبې په ورځ غزني ښار کې طالبان نه لیدل کېږي.
په دې پنځه ورځنۍ جګړه کې د افغان امنیتي سرچینو په وینا، لږترلږه ۶۰ ولسي وګړي او ۱۴۵ پوځيان وژل شوي چې په وینا یې د طالبانو مرګ ژوبله ۵۳۳۳ کسانو ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو غبرګون
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر تدامیچي یاماموتو په یوه خبرپاڼه کې د غزني د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د بشري چارو د کارمنانو امنیت خوندي کړي او بشري مرستندویانو ته د ورتګ اجازه ورکړي.









