غزني ښار او څنډو کې یې نن جګړه نشته

د عکس سرچینه، AFP
غزني ښار ته د وسلوالو طالبانو د ننوتلو په شپږمه ورځ داسې ښکاري چې افغان ځواکونو دا وسلوال له ښار اېستلي دي.
د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی له ځايي خلکو سره تر خبرو وروسته وايي، چې هلته تېر مازیګر جګړه درېدلې ده.
"پرون د ښار څنډو کې جګړه وه، خو نن د ښار څنډو کې هم جګړه نشته".
د هغه په خبره، غزنیوالوتېره شپه له ټک ټوک پرته خوب کړی دی.
د کورنیو او دفاع وزارتونو ویاندانو نصرت رحیمي او غفور احمد جاوید د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته تېره شپه ویلي چې افغان ځواکونو له دغه ښار وسلوال اېستلي دي.
د غزني د جګړې له امله ښار کې ځینې هټۍ او مارکېټونه هم یا سوځېدلي یا زیانمن شوي او تر پرون دغه ښار تړلی و، خو جلالزی وايي، چې نن د ښار مختلفو برخو کې هټۍ پرانیستل شوې دي.
د جګړې له امله مخابراتي وسایل هم پرچاو شوي و، خو نن دغه ښار سره د ملفون (موبایل ټلېفون) له لارې تماس نیول کېدی شي.
د کابل او کندهار ترمنځ د سپرلۍ او باري ګاډو تګ هم پیل شوی دی.
وسلوالو طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني ښار له څلورو لورو برید وکړ.
دې ډلې د ښار پر ځینې حکومتي ادارو هم ولکه وکړه.
خوراکي توکي او تابوتونه استول

د عکس سرچینه، یاسان
د جګړې په پنځمه ورځ (سې شبنه) هم ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه وه.
خو په ورته مهال افغان سرې میاشتې وویل چې د خوراکي توکو او ۲۰۰ تابوتونو لومړۍ جوپه یې دغه ښار ته واستوله.
د دې ادارې په خبره، ښار کې د نسبي ارامي له امله یې د دوو زرو کورنیو لپاره خوراکي او روغتیايي مرسته استولې.
د دې ادارې ویاند میرام صداقت بي بي سي ته وویل چې دوه سوه تابوتونه هم غزني ته استول شوي.
د سور صلیب نړیواله اداره هم وايي، چې د ۱۲۰ ټپیانو لپاره یې د غزني ښار روغتونونو ته لومړنۍ روغتیايي مرستې استولې دي.
له بلې خوا یوناما په اعلامیه کې وايي، چې مرستندویه ډلې غزني ته د مرستو رسولو لپاره چمتو دي، خو ښکېل لوري باید د دوی د خوندیتوب تضمین وکړي.
د تېرې دوشنبې په ورځ افغان امنیتي چارواکو ویل چې غزني کې به د افغان پوځ په ګټه بدلون پیل شي.
مرګ ژوبله

د عکس سرچینه، FB
د افغانستان د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل چې د تېرو ورځو جګړه کې نږدې سل سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي.
هغه دا هم ویل چې دې جګړه کې دوه سوه وسلوال طالبان وژل شوي او له سلو ډېر ټپي شوي دي.
خو یوې بلې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، د غزني په دې پنځه ورځنۍ جګړه کې ۶۰ ولسي وګړي او ۱۴۵ سرتېري وژل شوي او تر ۵۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره وايي، ناتایید شوي اټکلونه وايي چې له ۱۱۰ تر ۱۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو هم وروستیو ورځو کې ادعا کوله چې افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
پر غزني ښار له برید سره دا وروستیو کلونو کې څلورم ځل دی چې دا ډله ولایتي ښارونو ته ننوځي.
د جګړې درولو غوښتنه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره یوناما د غزني جګړې ته په اشارې وايي، چې افغان کشاله د پوځي په ځای له سیاسي لارې حل کېږي.
"د غزني جګړه او په ټول افغانستان کې باید جګړه ودرول شي. د باور جوړونې ګامونه چې په چټکه توګه تاوتریخوالی کموي، خورا اړین دي".
یوناما زیاتوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې ډېرې مهمې دي او دا اداره د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغان سولې راوستو کې مرسته کوي.









