"ولې پر غزني د طالبانو بريد افغان حکومت او امريکايانو ته مهم دى"

ر

د عکس سرچینه، یاسان

د عکس تشریح، وسلوالو د تېرې جمعې په شپه پر غزني برید وکړ
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

نيويارک ټايمز "ولې پر غزني د طالبانو بريد افغان حکومت او امريکايانو ته مهم دى؟" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي پر غزني د طالبانو بريد د هغوى د هوډ ښودنه کوي او د حکومتي چارواکو او امريکايانو د د ې وينا ناسموالی څرگندوي چې وايي گواکې په جگړه کې پرمختگ شوى او د سولې د خبرو اترو شونتيا شته.

او همداراز دغه بريد د سولې د خبرو اترو په تړاو د طالبانو د شرطونو په اړه پوښتنې را پورته کړې.

ورځپاڼه وايي په دې وروستيو کلونو کې که څه هم دا پر يوه ښار د طالبانو دغه راز لومړى بريد نه دى، خو غزني له ستراتيژيک پلوه مهم ځاى ځايگى لري.

کابل ته نژدې او سوېل ته په تللې لوىه لار پروت دى.

ورځپاڼې د افغانستان د استخباراتو د پخواني مشر رحمت الله نبيل په وينا ليکلي چې بل ارزښت د دغه ولايت په دې کې دى چې ورڅېرمه ولايتونه يې له قبايلي سيمو سره گډه پوله لري.

د نوموړي په وينا هر هغه څوک چې غزني يې په ولکه کې دى د هېواد نورو سيمو ته د اورپکو پر ازاد تگ راتگ هم اغېز شيندلى شي.

د ښاغلي نبيل په وينا د غزني کنټرول د طالبانو لپاره د کابل د کلابندولو شونتيا هم ډېرولى شي.

امریکا د افغان جګړې ختمولو لپاره له دریو یوه لار غوره کولی شي

ډېلي بيسټ:

ډېلي بيسټ مجلې " د امريکا او طالبانو لپاره د پرېکړې وخت را رسېدلى چې څنگه افغانستان کې د امريکا تر ټولو اوږدمهاله جگړه ختمه کړي" تر سرليک لاندې يو مطلب ليکلى.

ليکوال قطر کې د طالبانو او د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې الېس ويلز ترمنځ کتنې ته اشاره کوي، خو وايي خبرې اترې بايد د يوه پلان پر بنسټ وي او يوه پايله بايد ترې واخيستل شي.

مجله زياتوي خو دا نه ده څرگنده چې امريکا په دې تړاو چې پلان دې څه وي او څنگه دې پايله تر لاسه شي، زغرده پرېکړه کړې وي.

ليکوال وايي افغانستان کې د پام وړ ناسم گامونه اخيستل شوي، بيا په دې د پوهېدو هڅه شوې چې څه وشول او کوم لوري ته مخه وشي، چې په دې توگه ارزښتمنې سرچينې ضايع شوې.

مطلب وايي ٢٠١٨ کال بايد د تگلارو، مشرتابه او چلند د بدلانه کال وي کنه له هغې لارې به ونه وځ، چې دا اوس کاله ورباندې روان يو.

ليکوال افغانستان کې امريکا لپاره شته درې غوراويو ته اشاره کوي.

لومړى، د اوسني دريځ دوام يا يوې هر اړخيزې ستراتېژۍ ته دوام.

دويم، يا له افغانستان د سرتېرو بشپړ ايستل خو د افغانستان د يوازې پرېښودو په مانا نه.

دريم له طالبانو سره سوله.

گارډين:

ر

د عکس سرچینه، UK EMBASSY

د عکس تشریح، د ۲۰۱۴ کال په پای کې برتانوي پوځیان له افغانستان ووتل.

گارډين ورځپاڼې افغانستان ته د نويو تلونکو برتانيوي ځواکونو په تړاو مطلب خپور کړى او وايي ١٤٠ سرتېري به ډېر ژر د افغانستان په لور وخوځي او دوى د ولسمشر ټرمپ د خوشحالولو لپاره استول کېږي.

مطلب کې راغلي ډېرى برتانيوي ځواکونه څلور کاله وړاندې، له ١٣ کلنې جگړې او ٤٠ ميليارډ پونډو لگولو وروسته له افغانستان ستانه شول.

ليکوال وايي ولې داسې يو زړور سياستوال او يا سياسي گوند نه موندل کېږي چې د يوه لرې پراته هېواد په جگړه کې چې د گټلو هيله يې نشته د بريتانيا د ښکېلتيا دوام وننگوي..