غزني کې د جګړې پر پنځمه ورځ

د ویډیو تشریح، غزني کې د جګړې پر پنځمه ورځ

د افغانستان له شماله راپورونه وايي، چې طالبانو د حکومتي ځواکونو يوه اډه نيولې، او ۱۷ سرتېري يې وژلي او داسې وېره ده چې لسګونه نور ښايي نيول شوي وي.. دا بريد داسې مهال کېږي، چې افغان پوځ له وړاندې غزني کې د طالبانو له يرغل سره مخامخ دی. دغه هېواد کې مرستندويه ادارې وايي، غزني ته یې د زرګونو کورنیو لپاره اړینې بشري مرستې رسولې دي. یو شمېرکورنۍ چې له غزني ښاره کابل ته تښتېدلې وايي، لا هم دغه ښار کې طالبان شته او په جګړه کې ښکېل دي. افغان امنیتي چارواکي وايي، سرتېري یې اوس هلته په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي او له ښاره یې طالبان ایستلي دي. نور حال یې د عبیدالله حسام په رپوټ کې.