د کابل برید د ټپیانو شمېر ۱۱۳ ته پورته شو

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د کابل په نهمه ناحیه کې د بېګني برید له امله ۱۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند وحید مایار له بي بي سي سره خبرو کې د وژل شویو شمېر همغه څلور وښود.

په ټپیانو کې ۲۴ ماشومان او ۱۴ مېرمنې دي.

له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویل، په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي، چې ماشومانو او ښځې هم پکې شته.

د چارواکو په خبره، برید تېر ماښام په یوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول چې د "ګرین وېلېج "په نامه کمپ له دیوال سره چول شوي.

دغه کمپ کې دننه نادولتي موسسې او د بهرنیانو استوګنځي شته خو ورسره ډېر نژدې ملکي کورونه دي.

د دانش په وینا، د برید هدف په سیمه کې د بهرنیانو یو مېلمستون و، خو د ده په وینا مرګ ژوبله ټوله افغان ولسي خلکو ته اوښتې ده.

کابل برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا هم کوي چې له موټر بم وروسته څلور وسلوال دغه مرکز ته ننوتلي او څو ګړۍ جګړه یې کړې ده.

چاودنې شاوخوا کورونو او ودانیو ته هم سخت زیان اړولی دی او غږ یې تر شلو کیلومترو هم اورېدل شوی دی.

کابل برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برید تېر ماښام په یوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول چې د "ګرین وېلېج "په نامه کمپ له دیوال سره چول شوي.

وسلوالو طالبانو رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي، چې دې برید کې یې ډېرو بهرنیو او کورنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا هم کوي چې له موټر بم وروسته څلور وسلوال دغه مرکز ته ننوتلي او څو ګړۍ جګړه یې کړې ده.

د تېر نومپر پر ۲۹ هم اوسني برید ته نږدې د جي فور اېس په نوم پر برتانوي شرکت برید کې د څلورو بهرنیانو په ګدون لس کسان وژل شوي.

په هغه برید کې د یوولسو نېپالیانو په پنځو برتانویانو په ګډون ۲۷ کسان ټپیان وو. د هغه برید مسوولیت هم طالبانو منلی و.

برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټپیانو کې ۲۴ ماشومان او ۱۴ مېرمنې دي.