کابل کې پر برتانوي شرکت برید؛ "۱۰ وژل شویو کې یو برتانوی او ۳ نور بهرنیان هم دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د پنجشنبې په شپه پر جي فور اېس برتانوي شرکت د برید له امله د څلورو بهرنیانو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د بي بي سي خبریالې زمزمې نیازۍ ته د پنحشنبې په ورځ (د نومبر۲۹) وویل، په وژل شویو بهرنیانو کې یو برتانوی دی او د نورو ملت لا معلوم نه دی.
د هغه په خبره، په دغه برید کې ۲۷ کسان ټپیان شوي چې یوولس نېپالیان او پنځه برتانویان دي.
د برتانیا حکومت تر دې دمه د خپلو څلورو اتباعو د وژل کېدو پخلی نه دی کړی.
ویل کېږي د برید پر مهال د ۳۶ افغانانو په ګډون۳۳۰ بهرنیان په دغه مرکز کې و، چې د څو ګړیو لپاره بریدګرو کلابند کړي وو.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
دغه برید د ښار نهمې حوزې سیمه کې چارشنبه ماښام د جي فور اېس په نوم د برتانوي شرکت دروزه کې موټر بم چاودنې سره پیل شو.
دا شرکت نهمه حوزه کې د کابل- جلال اباد پر سړک له ټاکنو کمېسیون او کابل نړویوال هوايي ډګر ته څېرمه پروت دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند د پنجشنبې په ورځ د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل: "برید ماښام نږدې شپږ نیمې بجې پیل او سهار څلور بجې پای ته ورسېد".
د بصیر مجاهد په خبره، موټر بم پسې وسلوال شرکت ته ننوتل او د امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه، چې تر لس ګړیو وروسته د پنجشنبې په ورځ (د نومبر پر ۲۹) پای ته ورسېده.
نوموړي په خبره، له موټر بم برید وروسته څلور وسلوال کمپ ته ننوتل.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
"له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل شوه او د سهار څلور بجې له منځه یووړل شول".

د هغه په خبره، په دې برید کې لس کسان وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي چې یو شمېر بهرنیان هم پکې شته.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم وايي، چې برید کې لس کسان وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکو د برید لومړیو کې ویل دغه پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته د اعلامیې استولو سره د دې برید مسوولیت منلی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه برید کې یې پر افغان ځواکونو سربېره بهرنیو پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې ډلې رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا برید یې د هغو عملیاتونو په غبرګون کې کړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
ځینې سرچینو په دې عملیاتو کې د مړو شمېر له شلو ډېر ښودلی دی.
دغه برید شاوخوا څلور ساعته وروسته له هغې کیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني د جینوا په غونډه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه دوولس کسیزه ډله اعلان کړه.










