تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل برید د ټپیانو شمېر ۱۱۳ ته پورته شو
د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د کابل په نهمه ناحیه کې د بېګني برید له امله ۱۱۳ کسان ټپیان شوي دي.
د دې وزارت ویاند وحید مایار له بي بي سي سره خبرو کې د وژل شویو شمېر همغه څلور وښود.
په ټپیانو کې ۲۴ ماشومان او ۱۴ مېرمنې دي.
له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویل، په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي، چې ماشومانو او ښځې هم پکې شته.
د چارواکو په خبره، برید تېر ماښام په یوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول چې د "ګرین وېلېج "په نامه کمپ له دیوال سره چول شوي.
دغه کمپ کې دننه نادولتي موسسې او د بهرنیانو استوګنځي شته خو ورسره ډېر نژدې ملکي کورونه دي.
د دانش په وینا، د برید هدف په سیمه کې د بهرنیانو یو مېلمستون و، خو د ده په وینا مرګ ژوبله ټوله افغان ولسي خلکو ته اوښتې ده.
چاودنې شاوخوا کورونو او ودانیو ته هم سخت زیان اړولی دی او غږ یې تر شلو کیلومترو هم اورېدل شوی دی.
وسلوالو طالبانو رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي، چې دې برید کې یې ډېرو بهرنیو او کورنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا هم کوي چې له موټر بم وروسته څلور وسلوال دغه مرکز ته ننوتلي او څو ګړۍ جګړه یې کړې ده.
د تېر نومپر پر ۲۹ هم اوسني برید ته نږدې د جي فور اېس په نوم پر برتانوي شرکت برید کې د څلورو بهرنیانو په ګدون لس کسان وژل شوي.
په هغه برید کې د یوولسو نېپالیانو په پنځو برتانویانو په ګډون ۲۷ کسان ټپیان وو. د هغه برید مسوولیت هم طالبانو منلی و.