د عکسونو البوم: د کابل 'ګرین وېلېج' کې د برید عکسونه

تېره شپه شاخوا ۷ بجې د (مرغومي ۲۴مه) د کابل په ختیځ کې د بهرنیانو پر استوکنځي زوروره چاودنه وشوه. چاودېدونکي توکې چې یوه لوی موټر کې ځای پرځای شوي وو، چې غږ يې کابو ټول کابل ښار کې اورېدل شوی دی.

طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخېستې. انځورونه حمیدالله کریمي د بي بي سي فلم اخیستونکي اخیستي.

افغانستان
د عکس تشریح، په دغه برید کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱۳ تنه نور ټپیان دي
افغانستان
د عکس تشریح، د دغه برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې
افغانستان
د عکس تشریح، په دې برید کې د ملکي کسانو کورونه وران او هغوی ته دروند تاوان اوښتی
افغانستان
د عکس تشریح، د سیمې اوسېدونکي وايي دوی ډوډۍ خوړله چې برید وشو
افغانستان

د عکس سرچینه، BBC Sport

د عکس تشریح، د چادودېدنکو توکو ډک موټر چوول شوی
افغانستان
د عکس تشریح، د سیمې خلک وايي په یوه کال کې څو ځله ځانمرګو بریدونو د دوی د کورونو د ویجاړېدو لامل شوی
افغانستان
د عکس تشریح، څه موده وړاندې همدې سیمه کې د برطانیا پر یوه امنیتي شرکت برید شوی و چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي ول.
افغانستان
د عکس تشریح، د سیمی یو بل اوسېدونکی وايی لور یې ناجوړه وه او په بېګني برید کې یې ناروغه لور هم ټپي شوې ده
افغانستان
د عکس تشریح، چاودنه دومره زوروره وه، چې د نژدې کورونه یې هم سخت لړزولي وو.
افغانستان
د عکس تشریح، د سیمې اوسېدونکو ته هم دروند تاوان اوښتی

انځورونه د بي بي سي دي