شهنواز ټنی: امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده

ر

د پاکستان ډېلي ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د دفاع د پخواني وزیر شهنواز تڼي غبرګون د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو خپور کړی چې ویلي وو، شوروي اتحاد ځکه پر افغانستان یرغل وکړ چې له دغه هېواد ترهګر ورتلل.

ورځپاڼې د خبریال طاهرخان په قلم رپوټ کې د ښاغلي تڼي له قوله لیکلي، دی د ښاغلي ټرمپ پر څرګندونو حیران شوی ځکه د هغه په خبره همدا امریکا وه چې د شوروي پر وړاندې د جګړې مشري یې کوله.

شهنواز تڼي ویلي: د افغانستان په شمالي برخو کې تر یرغل وړاندې ترهګر نه و چې شوروي اتحاد ته ګواښ پېښ کړي. خو کله چې شوروي اتحاد افغانستان ونیو، د نورو برخو په شان د افغانستان په شمالي برخو کې هم جګړې پیل شوې.

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر شهنواز تڼي چې د ولسمشرډاکټر نجیب الله پر وړاندې یې ناکامه کودتا ترسره کړه، ډېلي ټایمز ته ویلي:

"افغانانو چې د شوروي نیواک ونه زغمه او مقاومت یې پیل کړ ډېرو خلکو وسلې پورته کړې".

ښاغلي تڼي ویلي: "ولسمشر ټرمپ تاریخي حقیقت له پامه غورځولی او بې مانا خبرې یې کړې دي".

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې له ښاغلي تڼي پوښتل شوي چې د دې په اړه څه وایي چې ولسمشر ټرمپ ویلي ولې روسیه، پاکستان او هند په افغانستان کې نه دي ښکېلل؟ هغه ویلي، امریکا ونه کړای شول په افغانستان کې جګړه وګټي اوناکامه شوه او همدا یې لامل و چې د دفاع وزیر جېمز ماتېس یې لرې کړ.

خو شهنواز تڼي اضافه کړې چې فکر نه کوي امریکا په بشپړ ډول له افغانستان ووځي او غواړي په افغانستان او سیمه کې د روسیې او ایران د نفوذ مخه ونیسي.

د ښاغلي ټرمپ څرګندونې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له غبرګون سره هم مخامخ شوې او ارګ په یوه اعلامیه کې وویل، نه یوازې دا چې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د امریکا پخوانیو ولسمشرانو غندلی بلکې د افغانانو د سپېڅلي جهاد ملاتړ یې هم کړی دی.

ښاغلی تڼي چې د سولې غورځنګ ګوند مشر دی ډېلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، امریکا د افغانستان طبیعي زېرمو، ګازو او تېلو ته سترګې نیولي.

افغانستان کې سي ای اې پاتېدل

د تروت اوت نشریې چې د امریکا د حکومت له نیوکګرو ده لیکلي، په داسې حال کې چې ولسمشرډونلډ ټرمپ داسې نیت لري چې په افغانستان کې خپل پوځیان کم کړي، خو د سي ای اې استخباراتي برخه به پاتې شي.

ولس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سي ای اې ملاتړو ځواکونو عملیاتو کې ولسي مرګ ژوبله هم ډېره اوړي.

تروت اوت لیکي تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې هغه عملیات چې سي ای اې د حکومت مخالفانو پر وړاندې ترسره کول ډېری مهال ملکي وګړي پکې وژل کېدل او سربېره پر دې چې د جنګي جرمونو محکمې د داسې پېښو د څېړنې او محاکمې غوښتنې کړي د امریکا لوړپوړو چارواکو یې مخنیوی کړی.

تروت اوت لیکي ان د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړی و چې که د جنګي جرمونو محکمه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کړنوڅېړل غواړي نو دوی به یې وترټي.

تروت اوت ادعا کوي د امریکايي ځواکونو عملیاتونو یو شمېر خلک اړ کړي له طالبانو سره یوځای شي.

همدارنګه وړاندیز یې کړی چې امریکایان او د سي ای اې کسان دې ټول له سوریې او افغانستان ووځي، چې جګړه پای ته ورسېږي او د پوځي لګښتونو پر ځای امریکا د افغانستان او سوریې د ویجاړۍ تاوان پرې کړي.

افغانستان ته د سرو زرو کلنی عاید

ر
د عکس تشریح، د سین په غاړه د سرو زرو شګې مینځل کېږي.

امریکا کې چاپېدونکې د نشنل ورځپاڼې بدخشان ولایت کې د سرو زرو پر چڼوونکو چې پرون د شګښوېدنې پېښه کې ووژل شول یو مطلب لیکلی او د په افغانستان کې یې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د ویاند خبرې خپرې کړې چې وايي، حکومت به له قربانیانو سره مرسته وکړي.

حشمت بهادري ویلي چې د بدخشان کوهستان ولسوالۍ کې د سرو زرو معدن کې د وژل شویو کورنیو سره به حکومت ۵۰ زره او ټپیانو سره ۱۰ زره افغانۍ مرسته وکړي.

نشنل ورځپاڼې لیکلي سره زر د افغانستان ځمکلاندې سرچینو کې یو له تر ټولو مهمو شیانو دی چې په کال کې د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت عاید جوړوي.

خو د سرو زرو ډېری کانونه په بې قانونه ډول استخراجېږي او لاسته راغلې ګټه یې تر ډېره د طالبانو لاس ته لوېږي.

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د اوږدو جګړو له امله ، له طبیعي زېرمو استفاده او د کانونو کېندلو چارې ناقانونه زورواکو ته ورپاتې دي.