مجددي: نزاکتاً د چین سفارت کې اکروباتیکو حرکاتو ته کښېناستو

د چین سفارت

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، ډاکتر ذبیح الله مجددي چې پخپله هم د سفارت په مراسمو کې د پلار شاته څوکۍ کې ناست و بي بي سي ته وویل چې دوی د نندارې له ترسره کېدو وار له مخه خبر نه ول.
    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د افغانستان د جهادي شخصیت صبغت الله مجددي زوی د هغو مراسمو د څرنګوالي په تړاو له بي بي سي سره خبرې وکړې چې کابل کې د چین په سفارت کې د یو شمېر افغان چارواکو او جهادي مشرانو په شتون کې پکې "اکروباتیک حرکات" چې نڅا ته ورته دي ترسره شول.

اوړمه ورځ (د سپټمبر۲۹) د هغو مراسمو عکسونو چې په کابل کې د چین سفارت د دغه هېواد د خلکو د جمهوریت ۶۹ مې کلیزې په ویاړ جوړ کړي ول پر خواله رسنۍ پراخ غبرګونونه راپارولي.

په تصویرونو کې چې یو شمېر افغان چارواکي او جهادي څېرې لکه حضرت صبغت الله مجددي، د اجراییه مشر لومړی مرستیال محمدخان او دوهم مرستیال محمد محقق لیدل کېږي، لږترلږه درې نجونې چې "نري کالي" یې پر ځان دي داسي ښکاري چې"ناڅي" خو د ګډونوالو په وینا "اکرباتیک حرکتونه" یې وړاندې کول چې "نڅا نه ده".

ډاکتر ذبیح الله مجددي چې پخپله هم د سفارت په مراسمو کې د پلار شاته څوکۍ کې ناست و بي بي سي ته وویل چې دوی د نندارې له ترسره کېدو وار له مخه خبر نه ول.

ښاغلي مجددي زیاته کړه: موږ خو یې د نندارې لپاره نه و غوښتي، د هېواد د بنسټ اېښېدو ورځ یې وه، د رسمیاتو ترڅنګ چې سفیر خبرې وکړې او د اجراییه مشر لومړي مرستیال محمدخان خبرې وکړې، د اکروباتیکو حرکتونو ننداره یې وړاندې کړه چې هغه نڅا نه ده.

د چین سفارت

د عکس سرچینه، Dr. Mujaddedi

د عکس تشریح، ښاغلي مجددي ده ته د استول شوي بلنلیک تصویر بي بي سي ته استولی چې په هماغه ساده ګۍ دی چې معمول دی.

پر خواله رسنۍ یو شمېر کسانو د جهادي مشرانو تېر ته په اشاره پوښتنې راپورته کړي چې دوی څنګه د داسې نجونو نندارې ته ناست دي چې "نامناسب"کالي یې اغوستي دي.

خو ښاغلی مجددي چې له افغانستان سره د چین هېواد مرستې ستايي وایي، دوی د نزاکت له مخې نشو کولی د نندارې ترسره کېدل رد کړي.

هغه زیاتوي "چې رسمي مراسم خلاص شول، د چین سفیر وویل چې د اکروباتیکو حرکاتو ننداره دلته لرو، دوی ارګ ته هم د نندارې ترسره کولو لپاره تللي ول، موږ غواړو چې دلته هم... موږ د نندارې له جزیاتو خبر نه و او نزاکتاً ښه نه و چې موږ درېدلي وای... څه مو کړي واي، وتلي وای چې په قهر یو."

پر خواله رسنۍ ګڼو کاروونکو پر دې هم نیوکه کړې چې د "کمونیزم پرضد جهادکوونکي" د هغه هېواد په سفارت کې چې نظام یې کمونیستي دی مراسم لمانځي، خو د ښاغلي مجددي په وینا د دوی پلار د داسې غونډو بلنه د سعودي عربستان او سوډان سفارتونو په ګډون له نورو هم منلې او ګډون یې کړی.

د اجراییه مشر لومړي مرستیال پر خپل فېسبوک ددغه مراسمو په ترڅ کې اخیستل شوي یو شمېر عکسونه چې له چینايي او افغان چارواکو سره دي خپاره کړي.

د چین سفارت

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، په مراسمو ته نور افغان چارواکي او سیاسي مشران هم وربلل شوي ول.

په نورو عکسونو کې حضرت مجددي، محمدخان او ښاغلی محقق په کابل کې د چین له سفیر لیو جنسانګ سره په ګډه په چړې هغه کیک ټوټه کوي چې د افغانستان او چین بیرقونه پرې لګېدلي دي.

خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې په دې مراسمو کې د افغانستان ځینو نورو سیاسي څېرو هم ګډون کړی و خو د نیوکو ګوته تر دېره جهادي مشرانو ته نیول شوې ده.

بل لورته د جهادي مشرانو یو شمېر پلویانو پر خواله رسنۍ دا استدلال کړی چې کېدای شي وار له مخه دا خبره نه وه شوې چې نجونې به ننداره وړاندې کوي. د مراسمو ګډونوالو ته په استول شوي بلنلیک کې هم داسې اشاره نه ده شوې.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ, 2

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای, 2

ښاغلي مجددي ده ته د استول شوي بلنلیک تصویر بي بي سي ته استولی چې په هماغه ساده ګۍ دی چې معمول دی.

خواله رسنۍ کې پر افغان چارواکو له ټولو نیوکو، ملاتړ او تبصرو سره، پر دې چې د چین سفارت څنګه لازمه بللې داسې ننداره وړاندې کړي، لږې خبرې شوي ځکه ډېری دا د چینایانو د دود او کلتور یوه برخه بولي.