د جهادي مشرانو مخته د نجونو نڅا ته غبرګون

د عکس سرچینه، FB
د هغو مراسمو عکسونو چې په کابل کې د چین سفارت ددغه هېواد د خلکو د جمهوریت ۶۹ مې کلیزې په ویاړ جوړ کړي ول پر خواله رسنۍ پراخ غبرګونونه راپارولي.
په دغو تصویرونو کې چې د افغانستان یو شمېر چارواکي او جهادي څېرې لکه د اجراییه مشر لومړی مرستیال محمدخان او دوهم مرستیال محمد محقق او جهادي مشر صبغت الله مجددي لیدل کېږي، لږترلږه درې نڅاګرې چې "نري کالي" یې پر ځان دي د"اکرباتیکو حرکتونو"د اجرا په حالت کې ښکاري.
د چین سفارت کې سرچینو د مراسمو او "اکروباتیکو" نندارو تایید کړی دی.
پر خواله رسنۍ یو شمېر کسانو د جهادي مشرانو تېر ته په اشاره پوښتنې راپورته کړي چې دوی څنګه د داسې نجونو نندارې ته ناست دي چې "نامناسب"کالي یې اغوستي دي.

د عکس سرچینه، FB
د اجراییه مشر لومړي مرستیال پر خپل فېسبوک ددغه مراسمو په ترڅ کې اخیستل شوي یو شمېر عکسونه چې له چینايي او افغان چارواکو سره دي خپاره کړي.
په نورو عکسونو کې ښاغلی مجددي، محمدخان او ښاغلی محقق په کابل کې د چین له سفیر لیو جنسانګ سره په ګډه په چړې هغه کیک ټوټه کوي چې د افغانستان او چین بیرقونه پرې لګېدلي دي.
د خواله رسنۍ یو شمېر کاروونکي پر دې هم نیوکه کوي چې د "کمونیزم پرضد جهادکوونکي" د هغه هېواد په سفارت کې چې نظام یې کمونیستي دی مراسم لمانځي.
خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې په دې مراسمو کې د افغانستان ځینو نورو سیاسي څېرو هم ګډون کړی و خو د نیوکو ګوته تر دېره جهادي مشرانو ته نیول شوې ده.
دا نه ده معلومه چې له مراسمو وړاندې بلل شوي کسان د مراسمو د ترسره کېدو له بڼې یا هلته د نجونو له نڅا خبر ول که نه.








